د ننګرهار په سره رود کې غصب شوې زرګونه جریبه ځمکه را وګرځول شوه

د ننګرهار ولایت چارواکی وایی، د دغه ولایت سره رود ولسوالۍ کې زرګونه جریبه دولتی ځمکه د غاصبینو له منګولو خلاصه او د حکومت تر کنټرول لاندې راغله.

چارواکی وایی، دغه ځمکه د والی په مشرۍ د ګډ کمېسیون له خوا د امنیتی ادارو پر مټ را وګرځول شوه.

د ننګرهار د والی ویاند عطاءالله خویاڼی رسنیو ته وویل چې د والی حیات الله حیات په امر امنیتی مسوولینو د سره رود ولسوالۍ اړوند په سلوزو په سیمه کې زرګونه جریبه دولتی ځمکه له غاصبینو خلاصه او په کې جوړې شوې ودانۍ او چاردیوالۍ ونړول شوې.

دی وایی، د دې ځمکې راګرځولو پر مهال د ننګرهار امنیه قومندان پاسوال غلام سنایی ستانکزی، د جلال اباد ښاروال ریاض الله درمل، د ښار جوړونې رییس عبدالقهار حیدری، د سره رود ولسوال سید علی اکبر سادات او یو شمېر نورو شتون درلود.

د خوږیاڼی د معلوماتو له مخې، د سره رود ولسوالۍ اړوند په سلوزو سیمه کې زرګونه جریبه ځمکه غاصبینو او زورواکو غصب کړې وه او په کې یې ودانۍ او چاردیوالۍ جوړې کړې وې، چې پرون یې عملاً یاده ځمکه له غاصبینو را وګرځوله او په کې جوړې شوې ودانۍ او چاردیوالۍ یې ونړولې.

نوموړی زیاته کړه، له غصب خلاصې شوې ځمکه کې به  د شهیدانو کورنیو غړو، بېوزله وګړو، له کډوالۍ راستنو شوو کورنیو، معلمینو او نورو اړمنو هېوادوالو ته به د سرپناه جوړولو په موخه نومرې شی.

دی وایی، والی امنیه قوماندان او نورو امنیتی ارګانونو مسوولینو ته امر وکړ چې په دغه ولایت کې ټولې غصب شوې ځمکې له غاصبینو خلاصې کړی او غاصبین د قانون منګولو ته وسپاری.

د ننګرهار والی دغه راز ولسونو ته ډاډ ورکړ چې یو پلاوی به وټاکی څو په دغه ولایت کې ټولې غصب شوې ځمکه معلومې او له غاصبینو خلاصې کړی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.