طالبانو د تخار په خواجه غار ولسوالۍ برید کړی

وسله والو طالبانو د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ ډلیز برید کړی او یو شمېر سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د تخار د والی ویاند محمد جواد هجری زیاتوی، چې طالبانو تېره شپه په یاده ولسوالۍ برید وکړ.

نوموړی زیاته کړه، چې د طالبانو په برید کې ۷ امنیتی سرتېری وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوی دی.

هغه زیاته کړې، چې طالبانو د امنیتی ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شوی، سیمې ته نور مرستندویه ځواکونه رسېدلی، خو د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه لری.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.