د طالبانو یو خورا مهم قوماندان وژل شوی

د بلخ ولایت پوځ چارواکی د وسله والو طالبانو د یوه تر ټولو غښتلی او مهم قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړی .

د ۲۰۹ شاهین قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، وژل شوی قوماندان مولوی عبدالبصیر مشهور په بدر دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوی، افغان ځواکونو تېره شپه د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ د نوشهر بلوچ په سیمه کې پر طالبانو هوایی بریدونه کړی دی.

سرچینه زیاتوی، چې په دغه برید کې د مولوی عبدالبصیر مشهور په بدر په ګډون ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوی دی.

خبرپاڼه وایی، مولوی عبدالبصیر په بلخ کې د طالبانو یو خورا مهم قوماندان و، چې په ټولو امنیتی پېښو کې یې لاس درلود.

بلخوا د ۲۰۹ شاهین قول اردو په تخار او قندوز ولایتونو کې د افغان ځواکونو سره جګړه کې ۲۵ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوی.

یادې قول اردو په یوه بله خبرپاڼه کې ویلی، طالبانو تېره شپه د قندوز په قلعه زال او د تخار په خواجه غار ولسوالیو کې بریدونه وکړل.

سرچینه زیاتوی، چې په دغه جګړه کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوی او ۱۵ نور ټپیان شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.