دفاع وزارت د ۸۵ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی

ملی دفاع وزارت وایی، د افغان ځواکونو په ګډو یرغلیز او پلان شویو چاڼیزو عملیاتو کې ۱۲۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

 دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې ده.

خبرپاڼه زیاتوی، چې افغان ځواکونو په ننګرهار، کاپیسا، پکتیکا، میدان وردګ، خوست، غزنی، دایکنډی، زابل، اروزګان، فراه، بادغیس، غور، فاریاب، بلخ او هلمند ولایتونو کې عملیات تر سره کړی.

سرچینه وایی، په دې عملیاتو کې لږ تر لږه ۸۵ وسله وال طالبان وژل شوی، ۲۳ تنه ټپیان او ۱۴ تنه یې د امنیتی ځواکونو له خوا ژوندی نیول شوی دی.

دفاع وزارت په دغه عملیاتو او جګړو کې افغان ځواکونو او ولسی وګړو ته د زیان اوښتو په اړه څه نه دی ویلی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.