۲۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ۲۰۹ شاهین قول اردو په تخار او قندوز ولایتونو کې د افغان ځواکونو سره جګړه کې ۲۵ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوی.

یادې قول اردو په یوه بله خبرپاڼه کې ویلی، طالبانو تېره شپه د قندوز په قلعه زال او د تخار په خواجه غار ولسوالیو کې بریدونه وکړل.

سرچینه زیاتوی، چې په دغه جګړه کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوی او ۱۵ نور ټپیان شوی دی.

دغه راز خبرپانه وایی، په دغه جګړو کې درې امنیتی سرتېری هم وژل شوی او ۷ نور ټپیان شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د تخار سیمه ییز چارواکی وایی، په خواجه غار ولسوالۍ د طالبانو په برید کې ۷ سرتېری وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی

ستاسو اعلانات دلته

About مینه شهرزاد

مینه شهرزاد په ننګرهار کې دباوري خبري سرچینې خبریاله یم زه په خپل مسلک ویاړم زده کړي مي تر لیسانس پوري کړي دی په ژورنالیزم کې

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.