لاندی

وچه غوښه د نړۍ په ډېرو ملکونو کې خوړل کېږی او د افغانستان په یخو سیمو کې هم رواج لری.
د کوچانی ژوند یوه لویه ستونزه د انسان او څاروی خیټه مړول وو. دا کار په ژمی کې لا سخت و ځکه د کیږدیو نه علاوه کوچیان د خواړو د زیرمه کولو لپاره ځایونه نه لرل. په سپرلی او اوړی کې څربه شویو څاروو غوښه به د ژمی په پېل کې وچه کړه. ورو ورو کوچیانو په کورونو کې ژوند پېل کړو خو دغه دود یې وساتلو.
مالداره خلک د ژمی له پېل د پسه (ګډ) یا د غوا غوښه وچ (لاندی) کړی چې تر ۳ یا ۴ میاشتو یې ساتی. د لاندی د جوړولو لپاره په تازه حلال شوی پسه ایشیدلی اوبو کې اچوی. بیا وړۍ ترینه بیل کړی او څاروی د پاتې پوټکی سره په اور “اولۍ” (الیی) کړی چې نری ویښته ترې وسوځی. د الییل شوی څاروی خیټه تشه کړی او د څاروی پښې او د پوښتۍ هډونه ترې وباسی. یوه شپه یې په مالګه کې پټ ساتی چې ټول نم ترې وچ شی. په دغه غوښې اینجه هم ورپورې کړی. بیا دا د یو لرګی سره ځوړند کړی او د نم نه یې په هر حال ساتی چې خراب نشی. په یو میاشت کې دغه لاندی د خوړلو لپاره تیاره وی.
د غوا یا غوایی غوښه ډېره وی نو هغه په نریو اوږدو نیم میټر اوږد ټوټو پریکوی او بیا په لرګی ځوړند کړی. دا په یخ او واوره کې وچوی چې مایکروب پکې پیدا نشی.
د نومبر نه ترجنوری د لاندی خوړلو لپاره موسم ښه وی. ځینو یخو سیمو کې لاندی تر مارچ هم خوړل کېږی. خو تر هغې بیا د دۍ خوند نه وی پاتې. د پښتنو نه علاوه بلوڅ، کرد او عرب کوچیان هم “لاندی” جوړوی. عرب کوچیان د اوښ د غوښې لاندی په شوق خوری. د لاندی غوښه په اور کۍ وریتولو نه علاوه په کټوۍ کې هم پخېږی. د لاندی په ښوروا کې نرۍ پاستې (تبخی ډوډۍ) یا د تناره ډوډۍ ماته کړی چې ځینو سیمو کې ورته “وړه مړۍ” وایی. په ژوب کې لاندی ته “پرسنده” هم وایی. د لاندی لپاره هغه پسه غوره ګڼی چې وازده او “لم” یې ډېر وی. د لاندی غوښه د تازه غوښې په پرتله پخولو کې زیات وخت اخلی. د کور میرمنې په انغری کې ډېر وخت نری اور بل ساتی چې د لاندی کټوه پرې باندې وی. د لاندی ښوروا نه علاوه پکې وریژې هم پخوی. خو په دې کې د زیاتې مالګې له کبله د وینې فشار او د زړه ناروغۍ پیدا کولې شی.

د لیکوالې له بلاګ څخه په مننې

د خپریدو نېټه- ۸ جنوری ۲۰۱۹ م

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.