انار د څلور ډوله سرطان د خپرېدو مخه نیسی

د برکلی کلیفورنیا پوهنتون پوهان وایی، انار نه یوازې د زړه ناروغیو ته ګټور دی بلکې کولای شی چې د څو ډوله سرطان د خپرېدو مخه ونیسی.
لومړنۍ څېړنې وایی، د انار اجزا او جوس په سرطان برید کوی. انار روغو حجرو ته زیان نه رسوی.
که څه هم په دې اړه نورو څېړنو ته اړتیا ده، خو لومړنۍ پایلې ښیی چې انار په ډی این ای (DNAA) کې د تغیراتو مخه نیسی. دغه تغیرات د سرطان لامل کېږی.
کارپوهان وایی، انار کې له سرطان سره جنګېدونکی انزایم (پیرا اوکسونیس ون یا PON11) شتون لری چې د اکسیجن کمی او سوزش لرې کوی. دا دواړه (د اکسیجن کمی او سوزش) ډی این ای کې د تغیر لامل ګرځی.
د دې تر څنګ، انار نورو روغو (صحت مندو) برخو ته د سرطان ځپلو حجرو مخه نیسی.
دغه راز، هره ورځ د انار د جوس له څښلو په بدن کې د سوزش پېداکوونکو کیمیاوی توکو او پروټینو کمی رامنځته کېږی.
ماهرین وایی، د انار خوړل د سینې او د پروستات د غدې د سرطان مخې نیولو کې هم مرسته کوی.
یوه بله څېړنه وایی چې انار د سینې د سرطان د خپرېدو اتیا سلنه مخه نیسی.
دغه راز، انار د سږو او غټو کولمو د سرطان په مخه نیولو کې هم مهم رول لوبوی.
کارپوهان سپارښتنه کوی چې د انارو په فصل (موسم) کې د انارو خالص جوس وڅښئ چې هغه له نورو میوو سره ګډ نه وی او نه په کې خواږه اچول شوی وی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.