په ۱۴ورځو کې له روانی ناروغیو ځان خلاصول

لیکنه: احمد الهام

لۀ یؤ انسان نه، بلکې هر مخلوق سره مرسته کول او خؤښ ساتل یو فطری عمل، د سالم عقل او انسانی مدنیت غوښتنه ده.

په ټولو اسمانی ادیانو په ځانګړی ډؤل اسلام کې له یو انسان سره مرسته کول، او هغه ته ګټه رسؤل غوره او ستر عبادت ګڼل شوی.

د بیلګې په توګه په یوه حدیث شریف کې نبی صلی الله تعالی علیه وسلم وایی: څښتن تعالی ته پۀ ټولو انسانانو کې هغه سړی ډېر ګران او نېژدی دی چې نورو خلګو ته یې ګټه رسی او له هغوی سره مرسته کوی؛ او بل ځای وایی: مخلوقات د څښتن تعالی عیال دی نو هغه څوک چې د څښتن متعال له عیال سره ښۀ کوی او هغوی خوشال ساتی پر الله تعالی تر هر چا ډېر ګران دی.

په یوه بل حدیث شریف کې نبی کریم صلی الله علیه وسلم: له یو انسان سره په ورین تندی او موسکه خوله مخامخ کېدل صدقه بللې.

له پورتنیو خبرو دا جؤتېږی چې له یو انسان سره مرسته کؤل او هغوی خوشال ساتل څومره ستر او خدای ته خؤښ عمل دی.

همدا ډول کله چې د یوې تولنې انسانان له یؤ بل سره مرسته کوی، د یو بل په درد او غم کې سره شریک وی او د یؤ بل لپاره ژؤند کوی نو په ټولو ټولنو کې دغه ټولنه له مینې، ورورولۍ، یووالی او خواخوږۍ ډکه ټولنه ګڼل کېږی.

پر دې ټولو برسېره خلک خوشال ساتل او له هغوی سره کومک کول د سړی پر روانی حالت خوشالی، او خپګان باندې ژؤر اغېز لری.

د ارواپوهنې تکړه او نومیالی ډاکټر (ډاکټر ایډلر) وایی: ماته به بیخې ډېر د مالیخولیا او په نورو روانی ناروغیو اخته ناروغان راتلل خو ما به ورته یوازې یؤه وړیا او لنډه نسخه ورکؤله.
مریض ته به مې ویل: چې تل په دې فکر او هڅه کې اوسه چې څنګه باید له یو انسان سره مرسته وکړم او هغه ته خوشالی ورکړم، په همدې ډول ۱۴ورځې هره ورځ له یؤ انسان سره مرسته کوه او هغه ته خوشالی ورکړه.

ښاغلی ډاکټر لیکی: دا نسخه مې له حده زیاته ګټوره ثابته شوه، ان تر دې چې دی وایی ځینې مریضان مې بېخی ژر او تر ۱۴ ورځو پۀ لږ وخت کې روغ شول.

ښاغلی په خپل کتاب کې د دې نسخې د ښو پایلو اړؤند لیکی: ډېری خلک په روانی ناروغیو له دې امله اخته کېږی چې دوی ته په ټولنه کې توجه نه وی، خلکو یوازی پرې ایښی وی او هیڅ ارزښت نه ورکوی چې پایله یې دا راوځی چې سړی له ذهنی کشمکش او روانی فشار سره لاس او ګریوان شی.

خو که دی له خلکو سره مرسته وکړی، هغوی ته ګټه ورسوی نو دی به ځان ته د خلګو توجه راواړوی او خلګ به ارزښت ورکړی،
چې په نتیجه کې به پر خپل ذهنی کشمکش او پریشانیو کنټرول پیدا کړی.

دا چې زموږ ټولنه له بېوزلو او مرستې ته له اړتیا لرونکو خلګو ډکه ده باید موږ ورسره مرسته وکړو یؤ خو به مو د دوی اړتیاوې پوره او له دوی سره کومک کړی وی، بل به مو د اخرت ثوابونه ګټلی او خدای به رانه خوشال وی، همداسې به مو روانی حالت روغ، فعال او زړۀ به مو خوشال وی.

راځئ چې سر له ننه دغه اسلامې، انسانی او فطری کار ته څومره چې مو په وس پوره وی مټې را بډ وهو، په ښه اخلاس او صداقت سره دا وجیبه سر ته ورسو.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.