اغا محمد کرزی لنډه پیژندنه

مرحوم اغا محمد خان کرزی د کندهار د شلمی پېرۍ له مشهورو منورو څېرو څخه دی. هغه د کرز په کلی کی د کرزیانو په درنې او مشهوری سیاسی کورنۍ کی زېږدلی دی. لومړی تحصیلات ئې په کندهار او کابل کی کړی دی. د مکتب څخه تر فارغیدو راوروسته، سمدستی په خصوصی او حکومتی ماموریتونو کی بوخت سوی دی. ښاغلی اغا محمد خان کرزی یو وخت د طلوع افغان او کندهار مجلې چلونکی هم پاته سوی دی (اوسنی لیکوال.)
په مطبوعاتو کی د خدمت په دوران کی ئې د زیاتو کندهاری ځوانانو سره د مطبوعاتو په ریاست کی ناسته او ولاړه لرله، او د ډېرو ځوانانو سره ئې د لیک او لیکوالۍ په برخه کی مرستی کړی دی. ډېر خوانان ئې د سیاسی مطالعې سره اشنا کړی دی. پدې زمانه کی، طلوع افغان د ځوانو کندهاری لیکوالانو لپاره د یو فرهنګی کلب غوندی یوه ټولنه وه، او د محلی ژورنالیزم لپاره یوه محدوده خو مثمره هڅه وه.
ښاغلی اغا محمد کرزی په پښتو، فارسی، المانی، او څه عربی باندی پوهیدی. شفاهی پښتو ئې لوکسه او خوږه وه. د ژبی فصاحت ئې جادوګر طلسم لاره. مجلس ئې خوږ وو. د کلماتو زېرمی ئې لکه مست سیند موجونه وهل.
په حزبی سیاست کی، د ځوانانو د جلب او جذب لپاره یو ایډیال او مقناطسی کس وو. شخصیت ئې خاصه کاریزما او کشش لاره. په مجلس کی ئې حضور سمدستی احساسېدی. او ناست کسان ئې متاثره کول.
په فرهنګی لحاظ، یو با کلتوره او د پراخی مطالعې خاوند وو. لوست ئې خوښېدی، خو د لیک سره ئې چندان جوړه نه وه. د جدی او سیاسی کتابونو له مطالعې سره ئې ژوره علاقه لرله، او تل ئې دا ارمان کاوه چی کاشکی د ځوانۍ په دوران کی د ښو کتابونو او لیکوالانو سره اشنا سوی وای. خو په مجموع کی، د خپلو همسنانو په پرتله ئې مطالعه ژوره، پراخه، او اپ-ټو-ډېټ وه. د افغانستان په مبارزاتی تاریخ کی بامطالعه او باخبره وو.
که څه هم په (اوسنی لیکوال) کی ښاغلی اغا محمد کرزی «اشرافی» یادېږی، خو د هغه ژوند متوسط وو، او له طبقاتی امتیازاتو څخه بد راتلل. په مدنی او اجتماعی لحاظ ئې د مساواتو او اجتماعی عدالت څخه حمایت کاوه . او سیاسی تمایلات ئې مترقی چپ ول.
اوسنی لیکوال یې میانه قده، سور او سپین، او څه چاغ معرفی کوی. د خوشحاله طبیعت خاوند ئې بولی، او د ښه بیان تعریف ئې کوی. خو کله چی زه په ۱۹۸۳ کی په امریکا کی ورسره اشنا سوم، د کرزی صاحب ږېره تکه سپینه، د سر ورېښتان ګرده سپین، یو ښه مسن او دروند افغان وو. د سن اوږد والی ئې د لاسونو په پوستکی او ګونجو کی څرګند وو. تګ ئې څه سوکه وو. پاڅېدل او کښېناستل ئې ګران او په تکلیف ول.
خو مرحوم اغا محمد خان کرزی په فکر او عقیدې ځوان وو. مترقی چپ او څه راډیکال وو. نوی افکار او تاند خیالونه ئې خوښېدل، له زوړو، ‌متروکو، او ارتجاع سره ئې جوړه نه وه. د سلطنت او استبداد سخت مخالف وو، او تل ئې د سلطنت مذمت کاوه. د افغانستان له سوکه پرمختګ څخه راضی نه وو.
محترم اغا محمد خان کرزی د ولسونو په ارادې او قوت باندی ایمان لاره. ولسی سیاست او پاپولریزم ئې خوښېدی. د پرګنو سړی وو. پر وطن او قام مین شخص وو. او په سیاست کی ئې پر انقلابی ادبیاتو او بدلون باور لاره.
د سیاسی لیډرشیپ وړتیا ئې څه کمرنګه وه، خو که چیری یو ښه کلک مشر پیدا سوی وای، زه پوره باور لرم چی ښاغلی اغا محمد کرزی به ئې ټینګ سیاسی حمایت کړی وای.
په شخصی لحاظ، ازاد، لیبرال، خوش طبع، او یارباشه وو. د ځوانانو سره ئې طبع لګېده، او ځوان نسل ئې تشویقاوه. د سیاسی ګرداوونو شوقی وو. او کله چی به ئې خبری کولې، سترګی به ئې پټی کړې. او تل ئې د خپل سحر ګر فصاحت په زور او تاو مجلس ګرم ساتی. په خبرو کی به ئې د پښتو د کلاسیکو شاعرانو بیتونه په خورا ښکلی او حیرانونکی انداز دیکلمه کول. کلمات ئې شمېرلی، ناب، او غوره ول. د ژبی کمال ئې په یارانو کی یو منل سوی واقعیت وو. تل په لټون کی وو، او تل ئې څه د ویلو لپاره لرل. دوست او صمیمی سړی وو. د اکټ او تمثیل سره علاقه لرله.
هغه د ویښ ځلمیانو (۱۹۴۷۷) د ملی غورځنګ په ځوان، مترقی چپ، او راډیکالی جناح پوری اړه لرله. او د عمر تر پایه د وېښ ځلمیانو سخت مدافع پاته وو. د ویښ ځلمیانو په عمومی ګرفتاریو کی بندی نه سو، خو د خپلو پخوانیو ملګرو سره ئې روابط تر پایه وساتل. زموږ د انډیوالۍ په کلونو کی کله چی به مو د واشنګټن په ساحه کی په موټر کی مازیګر مهال چکر واهه، ښاغلی اغا محمد کرزی به موږ ته د ۱۹۴۰، ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ په لسیزو کی د کندهار د محیط د هغه زمانې د سیاسی تحرک، ګرادوونو، او د ځوانانو د سرشاری روحیې خوندور داستانونه ورو ورو او په مزه مزه کول. د امریکا او افغانستان ژوند به مو سره مقایسه کاوه. او پر خپل بد حال به مو افسوس کاوه.
ښاغلی اغا محمد خان کرزی د امریکا له سړکانو او پلونو سره خاصه مینه لرله. کله چی به د موټر د چکرونو پر مهال پر ګڼو او جګو پلونو او سړکانو باندی ور برابر سو، اغا محمد خان کرزی به د امریکا د انجینرانو و ساختمانی شهکاریو ته حیران حیران کتل. او په سوچ کی به ډوب تللی وو.
هغه یوه ورځ د همدې سیار او موبایل ګرداوونو پر مهال راته وویل: «یاره واحد جانه، ما فکر کاوه چی په امریکا کی نور تکامل او انکشاف خپل نهایی مرحلې ته رسېدلی دی. هر څه جوړ سوی دی. سړکان، پلونه، بندونه، ښارونه، فابریکې، پوهنتونونه او بالاخره هر څه جوړ او تکمیل سوی دی. ټول خلګ بېکاره دی،‌ او تمامه ورځ د مست سمندر پر غاړه مېلې او چړچې کوی. خو اوس چی امریکا ته راغلم، او پخپلو سترګو می ولیدل، اوس دا راته معلومه او ثابته سوه چی په رشتیا هم تکامل هیڅکله توقف نه کوی. راایسارېږی نه! تل چالو وی. اوس ګورم چی دا امریکاییان زوی مړی تر بل هر چا زیات کار کوی. ډېره خواری او زحمت کاږی. سهار پر سپېدو راغورځی، او ماښام په تیارو کی کور ته ځی.»
ښاغلی اغا محمد کرزی په طبیعت کی سیاسی وو، او فطرتا د مجلس او ګرداوو سړی وو. په ځوانی کی د ګورکی، ګاندی، نهرو، اقبال او د نورو شرقی او غربی لیکوالانو له اثارو او افکارو سره اشنا سوی وو. او تل ئې کوښښ کاوه چی د اوچت خیال او فکر خاوند واوسی. د همدې فکری لټون په وجه، د خپل ژوند په جریان کی د مختلفو فکرونو په ټال کی زنګېدلی وو.

کله چی زه او محترم اغا محمد خان کرزی په امریکا کی سره اشنا سو، په اغلب ګومان دا زمانه د ۱۹۸۳ او ۱۹۸۴ کلونو ول. موږ د لومړی کرت لپاره په ورجینیا کی سره ولیدل. او هله ما ته معلومه سوه چی اغا محمد خان کرزی زما تر پلار څو کاله مشر وو. اغا محمد خان کرزی په کندهار کی زیات خلګ پېژندل، او د کندهار د کورینو په باره کی ئې تاریخی او اول لاس معلومات لرل.
زموږ اشنایی او شریکی له اولی ورځی سره ټینګه سوه. د ښاغلی اغا محمد کرزی جادوګر کلام او اوچت صحبت زما پر ځوان ذهن باندی سمدستی ژور اثر وکی، او زما احترام ئې خپل کړ. د اغا محمد خان پراخی مطالعې، سحرګر بیان، او د افغانستان له تاریخ څخه جامع درک زما د مطالعې او استدالال کمزوری ئې سمدستی رابرسېره کړه.
د اغا محمد خان کرزی دا څرګند علمی او تیوریک تفوق زه و جدی مطالعې ته تشویق کړم. دا زمانه زما د ژوند ځوانه مرحله وه، د مطالعې شوقی او ګرګی وم، او له نیکه مرغه د مرحوم اغا محمد خان کرزی غوندی یو منور شخص د مطالعې په برخه کی زما ایډیال او هادی سو. هغه د افغانستان د تاریخ د نامتو لیکوالانو، سیاسی اشخاصو، او سیاستوالو په باب ښه او کره معلومات لرل.
د ۱۹۸۰۰ کلونو کی، د اغا محمد کرزی همدا علمی غنا او د عمر برتری زما لپاره د الهام او تلاښ یوه محرکه قوه سوه. او په عین زمان کی خپله ځوانی، خواری کښی، او تپانده ذهن راته یو الهی سوغات او سرمایه سوه. له نیکه مرغه، د ۱۹۷۰ په کلونو کی د امریکا په لوی پوهنتونو کی په زرهاوو ایرانی محصلین په سبق او عالی تحصیلاتو بوخت ول. د واشنګټن د سمیی ستر او مشهور پوهنتونه د همدې ایرانی محصلینو لوی مرکزونه ول. پدې عظیمه محصلی څپه کی زیاتره ایرانی محصلین د رضا شاه د سلطنت او استبداد مخالفین ول. ښایسته زیات شمېر ئې اسلامی، چپی، او ملی تمایلات لرل.
خو پدې زمانه کی په ایرانی محصلینو کی ماډرنه اسلامی جناح بارزه او غښتلې وه. په امریکا کی ئې خپله چاپخانه او پریس لاره. هغه کتابونه چی په ایران کی د شاه سانسور له چاپه غورځولی ول، همدا رټل سوی کتابونه دلته د امریکا په ټکساس ایالت کی د ایرانی مسلمانو محصلینو لخوا په زرهاوو زرهاوو چاپ او تکثیرېدل. پدې لیکوالانو کی علی شریعتی، مهدی بازرګان، ایت الله طالقانی، ایت الله مطهری، حبیب الله پیمان، او ګڼ شمېر نور شامل ول.
د ایرانی مسلمانو محصلینو دا خدمت زموږ د خوانی افغان - امریکن مهاجری ټولنی لپاره یوه اسمانی تحفه وه. ځکه هله په امریکا کی په فارسی او پښتو ژبه کی مواد او کتاب پیدا کول، که ناممکن کار نه وو، ډېر ستونزمن کار خو خامخا وو. پدې زمانو کی انټرنیټ او فیسبوک نه وو. د کتاب او اخبار زمانه وه. د واشنګټن په ساحه کی یوازی د کانګرس کتابتون فارسی او پښتو اثار لرل، او د کانګرس لایبرری ته زموږ د افغان - امریکن مهاجری ټولنی لاسرسی خورا کم وو. او زموږ د ورځنی مطالعې ضرورت ئې نه سوای را پوره کولای.
پدې وخت کی، موږ د علی شریعتی د (بازګشت) کتاب په ګډه ولوست. پدې کتاب کی د ایران د اسلامی نهضت د مشهور مبارز لیکوال، علی شریعتی، پیغام و ځوانان ته دا دی چی باید اول خپل ځان، تاریخ، او فرهنګ مطالعه کړی. ځکه د خپل تاریخ او فرهنګ څخه د شرقی ځوانانو لیری والی استعمار او غرب ته د شرارت زمینه برابره کرې ده. شریعتی پدې کتاب کی د مشرق ځوانان د خپل تاریخ، فرهنګ، او دین درست پېژندولو او بیا مرورولو ته رابولی. څرنګه چی شریعتی د شاه له استبداد سره مخامخ وو، د هغه په کتابونو کی ضد استعماری او امپریالیستی احساسات خورا ډېر ول، او د هغه دا دریځ زموږ لپاره ډېر جذاب وو،‌ ځکه موږ د شوروی له اشغاله فراری وو.
د داکټر علی شریعتی په ګومان د اسلامی شرق د خلاصون لاره په اسلام کی تېره سوې ده. هغه په ایران کی د مترقی اسلام د مشهورو متفکرینو څخه دی. خو شریعتی نه یوازی دا ویل، بلکی هغه د شرق د ازادۍ، ځان بسیاتوب، او د ټولو شرقی پرګڼو د یووالی لپاره نه ستړی کیدونکی ګمپېن کاوه. په عمومی توګه، شریعتی یو راډیکال اسلامی هیومنیسټ وو. او د ایران د اسلامی انقلاب له اصلی او بارزو تیوریسنانو څخه وو.
د علی شریعتی د بازګشت کتاب پر ښاغلی اغا محمد کرزی باندی دونه تاثیر کړی وو چی یوه ورځ ئې ما ته د خبرو په جریان داسی وویل: «یاره واحد جانه! که چیری ما د افغانستان په معارفو کی صلاحیت او قدرت لرلای، ما به د علی شریعتی دا کتاب د دولسم صنف د شاګرانو لپاره د لوست له ضروری او حتمی کتابونو څخه ګرځولی وای.»
د علی شریعتی بله ښېګنه دا وه چی هغه پر کمونیزم باندی نوی انتقادونه کول، او دا زموږ لپاره ډېره ګټوره وه، ځکه موږ کمونیسټانو او شورویانو ځپلی وو.
پدې وخت کی، بل لیکوال چی موږ ئې پدې کلونو کی د څه وخت لپاره مصرف کړی وو، هغه فقید میلوان جیلاس وو. جیلاس د یوګوسلاویا د کمونیست حزب یو وتلی تیوریسن وو. جیلاس د ټیټو سره په ګډه د دوهم جنګ په جریان کی په پارتیزانی جنګونو کی مشهوره سوی وو. او په یوګوسلاویا کی د سوسیالستانو تر موفقیت راوروسته د څه مودې لپاره په حکومت کی په مهمو پوستونو کی پاته سو.‌
خو سمدستی د سیوسیالستی انقلاب تر بریالی کیدو راوروسته، جیلاس د کمونیزم د ژور تیوریک او عملی کمزوریو په باب انتقادونه پیل کړل. هغه په کال ۱۹۵۷ کی خپل مشهور کتاب (طبقه جدید) خپور کړ. د همدې کتاب فارسی ترجمه پدې وخت کی زموږ په لاس راغله. د مارکسیزم د انتقاد په اړه د طبقې جدید استدالال او منطق نوی ول. زموږ په شان ئې مارکسیزم په وچ الحاد او کفر نه تورناوه، بلکی‌ په تیوریک لحاظ ئې د کمونیسټانو فکری کور خراباوه. پدې جالب کتاب کی د فقید میلوان جیلاس اساسی استدالال دا وو: د سوسیالستی انقلاب راوروسته، سمدستی د کمونیست د حزب مشرتوب او د حزب نور عالی رتبه «ملګری» یوه «نوې طبقه» تشکیلوی. د دولت په بیروکراسی کی ټول مهم پوسټونه قبضه کوی. د عمومی او خصوصی شتمنیو د ملی کولو له طریقه د تولید ټوله دستګاه او جوړښت پخپل کنټرول کی راولی. هر څه د دوی په خدمت کی کېږی، او د دوی خدمت د ایدیولوژی او وطن له خدمت سره مترادف سی. نو بنا، یوه نوې طبقه جوړه سی. نوی سیاسی واکمنان راڅرګند سی. د هغوی د ګټو ساتل د دولت او ولس مقدسه وظیفه سی.
زما لپاره د کمونیزم په برخه کی داسی نوی او جالب انتقادونه نهایت خوندور ول. دا راز ایرادونه پر کمونیزم باندی ما ته نوی فکری افقونه پرانیستل. د ۱۹۸۰ په کلونو کی، افغانانو په عمومی توګه له کمونیزم څخه بدی خاطرې لرلې. د شوروی له اشغال څخه ئې کرکه لرله. پر کمونیزم باندی د یو پخوانی مشهور انقلابی کمونیسټ دا راز وارد انتقادونه زموږ خوږمن زړونه را ټکورول. او د مطالعې په خوند ئې نه مړېدولو.
پر کمونیزم باندی د ښاغلی جیلاس د انتقادونو یو بل اساسی تفوق دا وو چی خپله جیلاس د مارشال ټیټو نژدې ملګری وو. اما اوس ئې د سوسیالستی جهان په یوه روانه عملی او حاکمه تجربه کی د مارکسیزم په ژور تل کی د تیوریک مشکلاتو او انحرافاتو څخه پرده پورته کوله. د مارکسیزم د ایدیولوژۍ یو اساسی رکن ئې تباه او ختماوه. جیلاس په خپلو لیکنو کی عملا دا وښوده چی کمونیزم یوې بې طبقې جامعې ته لاره نه وړی، بلکی د یوې نوی طبقې ایجادولو ته لاره اواروی.
د ۱۹۸۰۰ په لومړیو کلونو کی، د واشنګټن په ساحه کی د افغانستان د تاریخ په باب کتابونه نهایت محدود او د ګوتو په شمار ول. حتی د غبار تاریخ په زاریو نه پیدا کیدی. بلخوا،‌ په سیمه کی د افغان - امریکن ټولنه بېخی ځوانه، غریبه، او کمزورې وه. پدې زمانه کی د افغان - امریکن ټولنه ښایی ټوټال پنځه - شپږ سوه کوره ول.
د ښاغلی اغا محمد کرزی او زما یو بل مطالعچی ملګری زما مرحوم دوست معراج الدین پټان وو. معراج پټان د واشنګټن په ساحه کی د افغان - امریکن یو له هغو محدود کسانو څخه وو چی په اپارتمان کی ئې یو وړ کتابتون لاره. د هغه په کتابتون کی د اسلام د تاریخ او تمدن په برخه کی ځینی مهم کتابونه موجود ول. د زیدان تاریخ تمدن اسلام، د ګوستاولوبون تمدن اسلام و عرب، او داسی نور کتابونه چی زموږ لپاره غنیمت ول. څرنګه چی زموږ ګران دوست مرحوم معراج پټان د واشنګټن په ساحه کی زیات کلونه تیر کړی ول، او دلته په ۱۹۷۶ کی راغلی وو. د معراج پټان له لاری موږ د واشنګټن په ساحه کی د ایرانی منابعو او ایرانی سیاسی فعالانو سره اشنا سوو.
البته لدې ټولو محدودیتونو سره سره، له نیکمرغه چی زموږ په مینځ کی د مرحوم اغا محمد خان کرزی په شان منور، با مطالعه، او متعهد خلګ ول. زما په ټکنده ځوانی کی د ښاغلی اغا محمد خان کرزی غوندی د کندهار له یوه وتلی منور سره اشنایی او رفاقت زما لپاره نهایت ګټور تمام سو. د هغه اشنایی زه و نوری او جدی مطالعې ته تشویق کړم. له نویو جهانی او ملی لیکوالانو او موضوعاتو سره معرفی سوم. په همدې ناستو کی، په پښتو ژبه د لیک او لیکوالۍ څه ځوان او نامطمینه شوق راپیدا سو. او تر ټولو مهمه دا چی د اغا محمد خان کرزی غوندی په سن او تجربه پوخ مګر په زړه ځوان او د کندهار د شلم قرن له یوه نخبه کس سره اشنا سوم. هغه په ۱۳۷۸ کی په امریکا کی وفات سو (اوسنی لیکوال).

روح ئې ښاده! لاره ئې تلپاته!

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.