۲۰۱۸ کال د خبریالانو دپاره خونړی کال وو

په کندهار کی د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د ۲۰۱۸ کال هر اړخیزه راپور وړاندی او د رسنیو او خبریالانو د و ضعیت په اړه یی رسنیو ته معلومات ورکړل.
په جنوب کی د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې سیمه ایز مسوول او د کندهار د خبریالانو د مرکز مشر احمد لودین د یوی خبری ناستی پر مهال خبر ورکړ چی په تیر ۲۰۱۸ کال کی د ټول هیواد په کچه د خبریالانو او رسنیو سره د تاوتریخوالی ۱۲۱ پیښی رامنځ ته سوی چی ۱۵ یې یوازی په جنوبی ولایتونو کی دی .
لودین د دې پیښو عاملین هم په ګوته کړه چی تر ټولو ډیره برخه یې طالبانو او داعش او په دوهم قدم کی دولت تشکیلول .
نوموړی د تاوتریخوالی د پیښو د هری برخی ارقام هم وړاندی کړل او پر حکومت یی ږغ وکړچی په دې برخه کی خپلو مسوولیتونو ته متوجه سی .
نوموړی د رسنیو مسوولین هم متوجه کړل چی د خپلو کارکوونکو امنیت ساتنی او امتیازاتو ته هم توجه وکړی .
نوموړی ټول خبریالان مسلکی چلند ته راوبلل او غوښتنه یی وکړه چی د ژورنالیستکی فعالیتونو پر وخت دی قانونی مشکل ځان ته مواجه کوی .
د خبریالانو د دفاع د دې معتبر بنسټ مشر وویل چی د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب د تامین او د شته ګواښونو د له منځه وړلو لپاره لازمه ده، چې د رسنیو، خبریالانو، امنیتی بنسټونو او د رسنیو د ملاتړ ادارو ترمینځ د امکان تر کچې همغږی رامینځته سی، ځکه د تاوتریخوالی کچې په زیاتېدو او د دې ګواښونو په را ټیټېدو کې د رسنیو، خبریالانو او شته ادارو ترمینځ همغږی ډېره اړینه ده. که د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالی کچه ټیټه او ختمه نسی، د بیان د ازادۍ او د خبریالانو راتلونکې له جدی ګواښونو سره مخ کېدای سی.
په جنوب کی د ازادو خبریالانو د ملاتړ ادارې ( نی ) سیمه ایزمشر عبدالسمیع غیرتمل معلوماتو ته نه لاسرسی لا هغه ستونزه وبلل چی اوس هم په پریمانه توګه موجوده ده او حکومت یی په اړه عملی اقدامات نه دی کړی .
غیرتمل د ولسمشر سره د خبریالانو د وروستۍ ناستی په اړه هم معلومات ورکړل او هیله یی وښودل چی د رسنیو او خبریالانو د ستونزو په حل کی به ولسمشر کړی ژمنی عملی کړی .
د کندهار پریس کلب او هیواد راډیو ټلویزیون مرستیال نوراحمد ناصری کندهاری خبریالانو د زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان وبلل او له ولایتی ادارې څخه یی وغوښتل چی ریسان او ټول دولتی مامورین دی د رسنیو سره خبرو کولو ته وهڅوی او په دې برخه کی دی خپل مسوولیت ادا کړی .
۲۰۱۸۸ که څه هم د خبریالانو او رسنیو دپاره خورا خونړۍ کال وو خو په دې کال د ګڼو رسنیو پرانستنه او د روزنیزو پروګرامونو له لاری د خبریالانو وړتیا زیاتول یی ښه لاسته راوړنی وی .

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.