هغه ټکی چې افغانستان یې په نړۍ کې د یو په زړه پورې هېواد په توګه معرفی کړی

ژباړه او ژیاتونه: محمد عزیز پردېس

ځوان نفوس
افغانستان د نړۍ په کچه د ځوانانو د ډېرښت له اړخه پنځم هېواد دی چې تقریبا ۶۸ سلنه د هېواد مجموعی نفوس جوړوی. دغه په زړه پورې ترکیب د دې لامل شوی چې افغانستان د نړۍ هغه هېوادونو د کتار په لومړیو لیکو کې راشی چې ځوانه طبقه لری.

په ټولو برخو کې تنوع
پرته له شکه چې افغانستان په اوسنی عصر کې د بل هر وخت په پرتله ډېر د تنوع او پرمختګونو شاهد دی. که څه هم افغانستان د جغرافیې له اړخه په یوې کوچنۍ ځمکنۍ محدوده کې پروت دی، خو د کلتوری، ژبنی، مذهبی، قومی، نژادی، خوراک، پوشاک، موسیقۍ، ښکلو طبیعی مناظرو، د مختلفو ژویو او په زړه پورې ځایونو په لرلو سره د نړۍ په کچه د متنوعو هېوادونو له ډلې څخه دی.

مېلمه پالنه
افغانان مېلمه پاله خلک دی، چې مېلمه ته په ډېره درنه سترګه ګوری او د مختلفو او خوندورو خوړو په درلودو سره یې مېلمه پالنه کوی. په افغانانو کې د مېلمه پالنې کلتور ډېره پخوانۍ تاریخی ریښه لری.

د اختلافاتو سربېره مطلقه هېوادپالنه
افغانان ډېر وطنپرسته او میهن دوسته خلک چې دغه امر په دې هېواد کې د پخوانیو خونړیو جګړو پر وړاندې د دوی د یووالی او اتحاد څخه ښه څرګندېږی.

په ټولنه کې ورځ تربلې د ښځینه و د نقش ډېرېدل
وروسته د کورنیو جګړو او د طالبانو رژیم څخه د افغانی ښځینه و لپاره د ژوندانه شرایط ډېر ستونزمن و. خو اوس افغان مېرمنې د نارینه سره اوږه په اوږه په ګډه تقریبا د ژوند په ټولو برخو کې دخیلې دی. ورځ تربلې په هېواد کې د ښځینه پر وړاندې د تاوتریخوالی پر ضد مبارزه مخ په ډېرېدو ده.

ساده والی او احترام
افغانان خپل ژوند په دېره ساده بڼه تېروی. د ځینو بهرنیو هېوادو په برعکس هېڅکله هم بېل بېل ژوند کولو ته زړه نه ښه کوی او تل د کورنۍ د غړو یوځای اوسېدل غوره ګڼی.

ساده افغانی ګیلمونه د بهترینو تختونو څخه غوره ګڼی او پرته له شکه که د نړۍ هرې سیمې اوسېدونکو د افغانانو په څېر ستونزې ګاللې وای نو له ډېر بد برخلیک سره به مخامخ و. که څه هم ستونزې شته، خو راتلونکې د افغانانو هیله مندی، د تعلیم او کار سره مینه به دا ستونزې هم هوارې کړی.

ډوډۍ، ډو‌ډۍ او ډوډۍ
افغانان د ډوډۍ او په ځانګړی ډول د هغو ډوډیو سره بې کچې مینه لری چې دوی په خپلو لاسونو پخې کړې وی. افغانی تنوری ډوډۍ او شوربا په ټوله نړۍ کې ځانګړی ځای او نوم لری.

د ځمکو پر سر او د ځمکو لاندې شتمنۍ
تقریبا د افغانستان ۸۰ سلنه خلک د کرنې، بزګرۍ او مالدارۍ له لارې خپل ورځینی مصارف پوره کوی. د کندهار انار، د کندز او نورو شمالی ولایتونو خټکی، د پکتیا جلغوزی، د ننګرهار نارنج او ګنی، د وردګو او کابل مڼې، د شمالی انګور او د هېواد مختلفو سیمو ډول ډول وچې او لمدې مېوې په ټوله نړۍ کې نوم لری. همدارنګه افغانستان د طبیعی زېرمو د لرلو له اړخه د نړۍ له غنی هېوادونو څخه دی.

د وروستیو کلنو جګړې د دې لامل شوې چې افغانستان په مختلفو برخو کې د خپلو سیالو هېوادونو څخه شاته پاتې شی، خو له دو لسیزو راهیسې د دولت او خلکو له لوری د ستونزو سره سره بیا هم هڅې روانې دی چې ورو ورو هېواد په خپلو پښو ودرېږی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.