سری دیوې :د زړه ناروغی نه درلوده

د هندوستان مشهوره اداکاره سری دیوې د تیرې شنبې په شپه ناڅاپی مړه شوه. هندوستان او د هغې مینوال اوس د هغې ویر ژاړی.

د سری دیوې مړې اوس هم په دوبۍ کې دی او تمه ده، چې نن (سه شنبه) یې مړۍ هندوستان ته انتقال شی. خو د دوبۍ پولیس وایی، چې لا یې هم څیړنې نه دې بشپړې شوی.

په لومړنیو خبرونو کې د سری دیوې د مرګ علت د زړه ناڅاپۍ حمله ښودل شوې وه؛ خو د دوبۍ پولیسو موندلې چې اغلې دیوې د تشناب په تش یا ټب کې ډوبه شوې ده.

د سرې دیوې اوخی سنجی کپور ویلی، چې نوموړې د زړه د ناروغۍ کومه مخینه نه درلوده او نه یې هم کله د ورته ناروغۍ شکایت درلود.

سنجی کپور په دوبۍ کې رسنیو ته ویلی، چې دا ټول یو ناڅاپې وه؛ سرې دیوې حمام ته ولاړه، او ځنډ شوه. وروسته خاوند، د حمام ور مات کړ، چې ګورې سری دیوې د حمام په تش (بات) کې بې هوښه پرته وه. چې پورته مو کړه، مړه وه. پولیس راغلل او مړی یې انتقال کړ.

سری دیوې دوبۍ ته د خپل خاوند بونی کپور او خپلې لور خوشی سره د خپل خوریی واده ته تللې وه.

بونی کپور او سرې دیوې په ۱۹۹۶ کال کې واده وکړ او اوس دوه لورګانې لرې.

د سینمایی ستور سربیره د نړۍ په لرو بر کې د سرې دیوې مینوال د هغې ویر ژاړی. فلمی ستورو په خپلو ټویټر پاڼو د سرې دیوې په اړه ګڼ ټویټونه کړې او د هغې ویر یې ژړلی دی.

ممبیی کې د سرې دیوې په کور کې د هندوستان مشهور فلمی ستوری او دولتی چارواکی د سرې دیوې د جنازې مراسمو ته ورټول شوی دی.

ګڼ افغانان هم په ټوله کې د هندی فلمونو او په ځانکړی ډول د سرې دیوې مینوال دی. د سرې دیوې سره د افغانانو اشنایی د سرې دیوې د ((خدا ګواه)) فلم له امله هم ده. دا د امیتاب بچن او سرې دیوې ګډ فلم دی، چې ځینې برخې یې په افغانستان کې جوړې شوې دی. دا هندی سینما له شهکار فلمونو څخه ګڼل کیږی.

دوهمه دلیل، د سرې دیوې بیساری ښایست و، چې د ګڼو ځوانانو سترګې ورپسې وې. ډیر افغانانو د سرې دیوې د ځوانۍ پوسټرونه هغه وخت د ښوونځی په کتابچو کې ګرځول.

سرې دیوې څلور کلنه وه، چې د لومړی ځل لپاره په تامیلی ژبې فلم کې ولوبیده. هغه د خپل ځانګړې استعداد له برکته ډیره وځلیده او د هندوستان د فلمی نړۍ لومړنۍ ښځینه سوپر سټار وبلل شوه. هغه په ۱۹۷۵ کال کې سینما ته راغله او د لومړۍ ځل لپاره یې هندی فلم په ۱۹۷۸ کې د (سلوا سوان) په نوم جوړ کړ.

د هغې د لومړنیو کامیابو فلمونو څخه یو هم همت والا و، چې په ۱۹۸۳ کال کې خپور شو. په بالیووډ کې د هغې لومړنی مشهور فلمونه، نګینا، میسټر انډیا چاندی، لمحې، چلباز او نور دی.

په ۱۹۸۰ یمو او ۱۹۹۰ یمو کلونو کې سرې دیوې د بالیووډ د نجونو میره وه او د هر چا په خوله د سرې دیوې نوم و.

هغې تر ۳۰۰ ډیر فلمونه په تیرو ۵۰ کلونو کې په هندی، تامیلی، تیلګو او ملایمی ژبو جوړ کړل.

د هند حکومت نوموړې ته په ۲۰۱۳ م کال کې پادما شری ایوارډ ورکړ چې ددې هیواد څلورم تر ټولو لوړ ملکی ایوارډ دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares