ځینې کړۍ لا هم شته چې په افغانستان کې سوله نه غواړی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشی له رسنیو سره په خبرو کې ویلی، چې پاکستان د افغان سولې په برخه کې خپله هڅه کوی. هغه زیاته کړې دوی غواړی د افغان سولې په پروسه کې همکاری وکړی خو هېڅ وخت خپله پرېکړه پر افغان حکومت نه تحمیل کوی. دده په وینا لا هم په افغانستان او سیمه کې ځینې کړۍ شته چې د افغان سولې په پروسه کې خنډونه جوړوی خو په ښکاره یې د کوم چا نوم نه دی اخیستی. هغه همدا راز ویلی چې د امریکا او پاکستان ترمنځ هم اوس اړیکې مخ په ښه کېدو دی او هیله یې ښودلې چې رامنځ ته شوې ستونزې له منځه یوسی. پاکستان داسې مهال دغه څرګندونې کوی چې په افغانستان کې د جګړو په اوږدولو او د وسله والو ډلو په ملاتړ تورن دی. د چارو د څارونکو په باور پاکستان د افغان سولې په اړه دوه مخی چلند کوی، ځکه هم د جګړې ملاتړی دی او هم د سولې شعارونه ورکوی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.