د افغانستان او پاکستان دینی علمان پر افغان سوله غونډه جوړوی

ټاکل شوې په نېږدې راتلونکې کې د افغان سولې په تړاو د افغانستان او پاکستان جید دینی عالمان سره جرګه شی.

د افغانستان د سولې عالی  شورا وایی، غونډه په نېږدې راتلونکې کې به اسلام آباد کې جوړېدونکې ده خو کره نېټه یې نه ده په ګوته کړې.

د سولې عالی شورا ویاند سید احسان طاهری ویلی د سولې د عالی شورا د دارالانشاء رئیس محمد عمر داودزی تېره ورځ د پاکستان د دینی علماو شورا له مشر قبله ایاز سره د راتلونکې غونډې پر جوړېدو موافقه کړې ده.

دغه راز هغه زیاته کړې، چې ښاغلی داوودزی د یادې غونډې د جوړېدو په اړه له پاکستانی چارواکو سره هم خبرې اترې کړې دی.

نوموړی وایی، تمه ده، چې دا د افغانستان او پاکستان د دیپلوماټیکو مراجعو لخوا وروستۍ شی، ترڅو د افغانستان د سولې عالی شورا سره په همغږۍ د افغانستان او پاکستان د دینی علماو غونډه تنظیم شی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.