د افغانستان په ټاکنیزو بنسټونو کې جدی اصلاحاتو ته اړتیا ده

کابل کې د امریکا سفارت وایی، افغانان، امریکا او نړیوال په دې باور دی، چې د افغانستان په ټاکنیزو بنسټونو کې جدی اصلاحاتو ته اړتیا ده.

یاد سفارت دغه څرګندونې پرون په یوه خبرپاڼه کې کړې دی او ویلی یې دی، افغانان د داسې انتخاباتی بنسټونو د لرلو مستحق دی چې پر دغه بهیر د عامه باور د بیرته راجلبولو لازمه وړتیا ولری.

په خبرباڼه کې ویل شوی د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ د ټاکنو ځڼد پرېکړه د اداری او فنی نیمګړتیاو د لرې کولو په موخه کړې ده.

کابل کې د امریکا سفارت په دې خبرپاڼه کې دا هم ویلی، چې په تېرو پارلمانی ټاکنو کې فنی او اداری نیمګړتیاوې څرګندې وې.

سرچینه وایی، همدې نیمګړتیاو ته په کتو افغانان، امریکا او نړیوال په دې باور دی، چې انتخاباتی اصلاحاتو ته جدی اړتیا ده.

خبرپاڼه زیاتوی« افغانان باید د خپل مشر د ټاکلو لپاره تصمیم ونیسی او هغوی د داسې انتخاباتی بنسټونو د لرلو مستحق دی چې پر دغه بهیر د عامه باور د بیرته راجلبولو لازمه وړتیا ولری.»

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.