کابل کې د ځینو وسلو پر ګرځولو بندیز ولګول شو

کورنیو چارو وزارت پر غیر دولتی برخو د ځینو وسلو د ګرځولو بندیز لګولی دی. د کورنیو چارو وزارت له لوری په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې له وسله والو ځواکونو لکه کورنیو چارو ورازت، ملی دفاع وزارت او د ملی امنیت ریاست له سرتېرو پرته نور څوک د درنو وسلو او د موټرونو په باډۍ کې د ساتونکو د لېږدولو حق نه لری. ددغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلی چې دوی د خلکو ځانی او روانی امنیت ته پام کوی نو ځکه یې دغه بندیز وضع کړی دی. سرچینې له ټولو خصوصی کمپنیو، افرادو او غیر دولتی کسانو غوښتی چې له خپلو ساتونکو ځینې درنې وسلې لکه راکټ، پیکا، دهشکه او نور راټول کړی او حکومت ته یې وسپاری. کورنیو چارو وزارت همدا راز ویلی، چې دغه ډله کسان په خپلو کورونو او کمپنیو کې هم د یادوو شوو وسلو د ساتلو حق نه لری. کورنیو چارو وزارت وایی چې په دې برخه کې د نورو بندیزونو د لګولو امکان هم شته دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.