روسیې بی بی سی د داعش په ملاتړ تورنه کړه

په ټولنیزو رسنیو د روسیې د څار بنسټ د بی بی سی روسی څانګه د داعش په ملاتړ تورنه کړې او وایی، دغه شبکه هغه څه خپروی، چې روسیه کې د رسنیو د قانون خلاف دی.

دغه بنسټ ویلی، د بی بی سی روسی ځانګه په خپلو راپورونو کې د ترهګرو کړنلارې او د هغوی د مشرانو خبرې خپروی، چې دا د روسیې د رسنیو له قانون څخه ښکاره سرغړونه ده.

دغه بنسټ په همدې اړه روسیه کې د بی بی سی روسی څانګې یا برېټېش تلوېزیون ته یو لیک هم لېږلی او په کې یې ترې غوښتی، چې معلومه کړی، دوی د روسیې د رسنیو قوانین نه دی تر پښو لاندې کړی.

په دې لیک کې ویل شوی، روسیه کې د بی بی سی روسی څانګه د ترهګرو کړنلارې د هغې له ډلې د داعش د مشر ابوبکر البغدادی خبرې خپرې کړې، چې د روسیې د څار بنسټ له خوا تر جدی پلټنو لاندې دی.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې برېتانیا هم په روسی رسنیو په ځانګړې توګه په رشاټوډې فشار وارد کړ او لندن کې یې د هغو د خپرونو د لغوه کېدو ګواښ کړی وو.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.