له دې وروسته غیر دولتی کسان نیمه درنه وسله نه شی ګرځولی

کورنیو چارو وزارت وایی، له دې وروسته، له افغان ځواکونو پرته هېڅ غیر دولتی اشخاص نه شی کولای له ځان سره نیمه درنې وسلې، راکټ، پیکا او دهشکه وګرځوی.

کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، دغه ګام یې د ښاریانو د روانی او عینی امنیت د ټنګښت په موخه اخیستی دی.

په خبرپاڼه کې په جدیت سره ګواښ شوی دی، چې له دې وروسته د ملی دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او ملی امنیت ریاست ځواکونو پرته  نور هېڅ غیر دولتی کس حق نه لری، چې خپل ساتونکو د پیکپ، ډاډسن، رنجر او یا هم نورو موټرو په باډیو کې په ځان پسې ولېږدوی او یا هم نیمه درنه وسله پر خپلو موټرو نصب کړی.

کورنیو چارو وزارت وایی، دغه ګام یې د زرګونو افغانانو په غوښتنه او د ښاریانو د روانی او عینی امنیت د ټینګښت په موخه اخیستی او پولیس یې پر عملی کولو مکلف دی.

یاد وزارت دغه خبردارۍ پر داسې مهال ورکوی، چې له دې وړاندې یې دوه ځلې د سلګونو هغه کسانو نوملړ خپور کړی، چې په غلا، قتل، سړی تښتونې، او نورو ګڼو جنایی جرمونو کې لاس لری.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.