د ولسمشرۍ ټاکنې د امریکا د فشار له امله ځنډول شوې

روسیې ادعا کړې، چې افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې د امریکا د فشارونو له امله د خپلو سناریوګانو د پلی کېدو لپاره ځنډول شوې دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلی، امریکا افغانستان کې د خپلې سناریو د عملی کېدو لپاره وخت ته اړتیا لری، نو ځکه یې فشار وراد کړی، چې د افغان ولسمشرۍ ټاکنې وځنډول شی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې امریکا غواړی، د ټاکنو په ځنډ سره افغانستان کې د سولې پروسه د خپلې سناریو پر اساس طرحه کړی.

په خبرپاڼه کې ویل شوی، که څه هم ولسمشر غنی او د ټاکنو کمېسیون پر وخت ولسمشرۍ ټاکنو باندې ټینګار درلود، خو په پای کې پرېکړه پر دې شوې، چې دغه ټاکنې وځنډېږی.

خو په کابل کې د امریکا سفارت د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دغه ادعا په کلکه رد کړې او ویلی یې دی، چې د ټاکنو ځنډول د کمېسیون له لوری شوی او کمېسیون دا کار د اداری او فنی نیمګړتیا او اصلاحاتو په موخه کړی دی.

کابل کې د امریکا سفارت په دې خبرپاڼه کې دا هم ویلی، چې په تېرو پارلمانی ټاکنو کې فنی او اداری نیمګړتیاوې څرګندې وې.

سرچینه وایی، همدې نیمګړتیاو ته په کتو افغانان، امریکا او نړیوال په دې باور دی، چې انتخاباتی اصلاحاتو ته جدی اړتیا ده.

خبرپاڼه زیاتوی« افغانان باید د خپل مشر د ټاکلو لپاره تصمیم ونیسی او هغوی د داسې انتخاباتی بنسټونو د لرلو مستحق دی چې پر دغه بهیر د عامه باور د بیرته راجلبولو لازمه وړتیا ولری.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اصلاحاتو او تخنیکی ستونزو د لرې کولو په موخه د ولسمشرۍ ټاکنې تر ټاکلی وخت درې میاشتې ځنډولې او وایی هڅه کوی، هغه نیمګړتیاوې، چې په پارلمانی ټاکنو کې وې، په ولسمشریزه هغو کې تکرار نه شی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.