ولسمشروایې،په نننۍ غونډه کې به دپاکستان او طالبانو سره دسولې طرحه وړاندې کړم

نن په کابل کې د کابل پروسې دویمه غونډه جوړېږی. په دغه غونډه کې د سیمې او افغانستان د سولې او امنیت په اړه خبرې کېږی.

ولسمشر غنی پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلی، چې په دغه غونډه کې د ۲۵ هېوادونو استازی ګډون کوی.

دده په خبره په غونډه کې به له پاکستان او طالبانو سره د سولې او خبرو یوه جامع طرحه وړاندې کړل شی. دغه طرحه به د ولسمشر له لوری وړاندې کېږی او ګډونکوونکی هېوادونه به بحث ورباندې کوی.

په همدې موخه نن یوازې په کابل کې رخصتی اعلان شوې ده. ولسمشر د کابل پروسې ناسته مهمه بللې ده او ویلی یې دی، چې د افغانستان د راتلونکې لپاره به پر مهمو مسایلو بحث کېږی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares