محمد عیسی ابراهیم خیل د کندهار د نوی څارنوال په توګه وپېژندل سو

د شنبې په ورځ د مرکز څخه د راغلی پلاوی لخوا چی مشری یې د لوی څارنوال مرستیال څارنپوه نور الحبیب جلال کول د کندهار د استناف څارنوالۍ لپاره نوی رئیس محمد عیسی ابراهیم خیل لومړی په ولایت مقام کی سرپرست والی عبدالحنان منیب ته ور وپېژندل سو چی پرمهال یې د ولایتی شورا غړی نعمت الله شېردلی او یو شمېر دولتی او نظامی ادارو مسؤلینو ګډون کړی وو.
په دغه لیدنه کی څارنپوه نور الحبیب جلال د استناف څارنوالۍ لپاره نوی ټاکل سوی رئیس په کار پوه او با تجربه شخصیت وبلی او زیاته یې کړه چی نوموړی د بېلابېلو ادارو ترڅنګ د هلمند ولایت د استناف څارنوالۍ د ریاست دنده هم اجراء کړې ده.
ښاغلی جلال هیله وښودل چی نوی رئیس به د دغه ریاست اړوند د چارو په سمبالولو کی هڅه وکړی او د قانون په چوکاټ کی به د دې ولس ستونزو ته حل لاره ولټوی.
په دغه مجلس کی سرپرست والی عبدالحنان منیب نوی رئیس ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل چی د کندهاری ولس زیاته توقع د استناف څارنوالۍ له ریاست څخه ده، هغه زیاته کړه : د کندهار اوسېدونکی د عدالت غوښتونکی دی او د دغه ریاست څخه د قانون په چوکاټ کی د بشپړ عدالت رامنځته کولو غوښتنه کوی.
ښاغلی منیب له هغه څخه هیله وکړه چی د قانون پر تطبیق ټینګار او حق حقدار ته سپارلو کی هڅه وکړی، نوموړی په دغه برخه کی هغه ته د ولایتی ادارې په استازیتوب د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ، همدارنګه هغه د دغه ریاست د مخکنی سرپرست رئیس محیب الله حقزاد هڅی هم وستایلې چی ولس یې تر دا مهاله راضی او خوشحاله ساتلی وو.
دغه راز نوی رئیس ژمنه وکړل چی د قانون په تطبیق کولو او د ټولنیز عدالت په رامنځته کولو کی به پوره هلی ځلی کوی، هغه د مرکزی او ولایتی ادارو څخه ځانګړې مننه وکړه چی پر ده یې باور کړی او دغه دروند مسؤلیت یې ورته سپارلی دی.
د یادونی وړ ده چی نوی څارنوال د کابل څخه د راغلی پلاوی او سرپرست والی عبدالحنان منیب په ملتیا د دغه ریاست مامورینو ته هم ور وپېژندل سو.
د کندهار ولایت مقام مطبوعاتی دفتر

ستاسو اعلانات دلته

About داود جبارخیل

داود جبارخیل د وي او ای ډیوه خبریال دی له ۱۹ کالو څخه له یوشمر داخلی او خارجې رسینو او یوشمیر د پښټو پاڼه سره د پښتو ،ا دب ، او کلتور دافغانانواو ښځو ستونزو باندی ځانګړي مقالي او راپورنه ليکي اوس باوري خبري سرچینې سره همکارده

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.