د داعش یو لوړ پوړی قوماندان وژل شوی

امریکایی ځواکونو د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د داعش د یوه لوړ پوړی قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړی دی.افغانستان کې مېشتو  امریکایی ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویلی، د داعش دغه قوماندان خطاب امیر نومېده.

خبرپاڼه زیاتوی، خطاب امیر په افغانستان کې په بېلابېلو نومونو فعالیت درلود او د جنورۍ په ۱۰ مه په ننګرهار ولایت کې یو لړ پوځی عملیاتو پر مهال ووژل شو.

سرچینه وایی، دغه قوماندان څو ستر بریدونه سازمان کړی وو او په افغانستان کې د داعش جنګیالیو ته د وسلو او چاودیدونکو موادو د رسولو مسؤلیت یې په غاړه و.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.