۴۹ میله مختلف النوع وسلې د ډایاک پروسې ته وسپارل سوې

هغه مراسم چې ددوهمې پلې لیوا په انګړ کې نیول سوی پکې دزابل والی رحمت الله یارمل ترڅنګ ددوهمې پلې لیوا قوماندان ډګروال سید نجم الدین سادات، دملی امنیت ریس برید جنرال احمد ګل رسولی او یو شمیر نورو چارواکو ګډون کړی وو.
 په یادو مراسمو کې دزابل والی دامنیتی ځواکونو دسرښندونو او قربانیو ستاینه وکړه، چې همیشه یې دخپل هیواد، خاورې او ملی بیرغ درپانده ساتلو لپاره یې کړی دی.
دزابل والی ښاغلی یارمل زیاته کړه چې حکومت او ولسونه دامنیتی ځواکونو احسانمند دی ،چې ددوئ دقربانیو او زیار په نتیجه هره ورځ په مرکز او ولسوالیو کې دولتی مامورین خپلو دندو او ولسونه په ارامه خپلو کارونو ته ځی.
 ښاغلی یارمل زیاته کړه، چې دوئ دجګړو په ګرمو سنګرونو کې دښمن ته غاښ ماتونکی ځواب ویلئ او ددې اجازه یې نده ورکړې چې خپلو شومو موخو ته ورسیږی او هیواد وران او دهیوادوال ژوند مو نا ارامه کړی.
دزابل والی همدراز امنیتی ځواکونو ته په خطاب کې وویل ،چې ۴۹۹ میله درنې او سپکې وسلې چې نن ډایاک ته سپارل کیږی ستاسو دتیر یو کال په زیار او قربانیو په پایله کې ترلاسه سوی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.