چاودنې ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

راپورنه وایی، د فرانسې پلازمېنه پاریس کې یوه چاودنه شوې، چې له امله یې ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې چاودنه په یوه نانوایی کې رامنځ ته شوی او اټکل کېږی، چې د ګازو د ډبې له امله به شوې وی.

د پاریس پولیس وایی، په چاودنه کې څلور کسان وژل شوی او ۴۶ نور ټپیان شوی، چې د ۱۰ ټپیانو روغتیایی حالت نازک دی.

پولیس زیاتوی، چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دی او معلومات به وروسته له خلکو سره شریک کړی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.