د هرات په شپږمه حوزه په برید کې درې تنه وژل شوی

هرات ولایت کې په شپږمه امنیتی حوزه په شوی وسله وال ډلیز برید کې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

چارواکی زیاتوی، درې تنه  بریدګرو چې یو یې ځانمرګی وو، تېره ماښام د هرات ښار پر شپږمه امنیتی حوزه برید وکړ او د حوزې ودانۍ ته ننوتل.

د هرات امنیتی مسوولین وایی، بریدګرو له پولیسو سره مخامخ نښته پیل کړه، چې څو ساعته یې دوه وکړ او ټول بریدګر ووژل شول.

امنیه قوماندان جنرال امین الله امراخېل وایی، بریدګرو کې یو تن ځانمرګی واسکټ درلود او دوه نور په وسلو سمبال و، چې درې واړه وژل شوی دی.

نوموړی زیاته کړې، چې د بریدګرو په برید کې دوه پولیس اویو ملکی وګړی وژل شوی، خو د هرات د ملکی روغتون کارکوونکی وایی، دوی ته د پېښې له ځایه درې جسدونه او یو ټپی وروړل شوی دی.

د برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.