د شهیدو او معلول شویو سرتېرو اولادونه بهر ته د زده کړو لپاره لېږی

ملی دفاع وزارت په پام کې لری، چې د پوځ د شهیدو او معلول شویو سرتېرو اولادونه د زده کړو لپاره بهرنیو هېوادونو ته ولېږی.

دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، د شهید او معلول شویو سرتېرو اولادونو به د تحصیلی بورسونو له لارې د لوړو زده کړو په موخه بهر ته ولېږی.

په خبرپاڼه کې د ملی پوځ د ټولو شهید شویو او معلولو سرتېرو کورنیو ته خبر ورکړل شوی، چې د پوهنتونونو تحصیلی یا د ښوونځیو تعلیمی اسناد، خپلې هویتی پاڼې او وثیقې، چې پر شرایطو د مراجعه کوونکو کسانو واجدیت تثبیت کړى شی ور وړی.

دفاع وزارت زیاته کړې، چې د نوملیکنې لپاره په کابل کې د یاد وزارت د ستر درستیز د کادر او پرسونل ریاست د شهیدانو او معلولینو ریاست او په ولایتونو کې د جلب او جذب مرکزونو کې د شهیدانو او معلولینو استازو ته مراجعه وکړی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.