حکومت ته مالیه ورکوونکی د وسلې ګرځولو جواز اخیستی شی

کورنیو چارو وزارت وایی له دې وروسته یوازې هغه کسانو ته د وسلې د ګرځولو جواز ورکوی چې حکومت ته مالیه ورکړی.

د کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، زرګونه کسانو په بېلو نومونو د کورنیو چارو له وزارت د وسلو ګرځولو امر اخیستی دی او همدا راز یې سلګونه کسان د ساتونکو په نامه ګومارلی دی. خبرپاڼه زیاتوی، دغه کسان وایی چې ژوند یې په خطر کې دی نو له همدې امله وسلې او ساتونکی ګرځوی. د کورنیو چارو وزارت وایی له دې وروسته دوی یوازې هغو کسانو ته د وسلو او ساتونکو د ګرځولو جواز ورکوی، چې په مالیې وزارت کې یې مالیاتی حسابونه تصفیه شوی وی او حکومت ته مالیه ورکړی.

 کورنیو چارو وزارت او ملی پولیس دا چاره یوازې د ملی عوایدو د زیاتوالی په موخه ترسره کوی او تر څنګ یې د افغانستان له مالیاتی نظام څخه لرې، د پټو او ناپېژندل شویو زېرمو او سرچینو په اړه به هم اوچت ګامونه پورته کړی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.