ځانګړو ځواکونو فاریاب کې د طالبانو په یوه لوی مرکز عملیات کړی

شمال کې د پوځ چارواکی وایی، ځانګړو افغان ځواکونو فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه لوی مرکز عملیات کړی او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی ،چې ځانګړو ځواکونو په یو لړ چټکو عملیاتو کې د طالبانو پر دغه لوی مرکز برید وکړ.

په خبرپاڼه کې ویل شوی، د طالبانو دغه مرکز د فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ د غذاری په کلی کې شتون درلود.

سرچینه زیاتوی، پر دې مرکز په عملیاتو کې د خواجه سبز پوش لپاره د طالبانو عمومی قوماندان قاری تاج الدین له خپلو ۱۹ ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شی، په دې عملیاتو کې د قاری تاج الدین ۱۵ ملګری ټپیان شوی هم دی او دغه راز یې ۱۲ تنه نور ژوندی نیول شوی دی.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو زیاتوی، چې په یادو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو درې پتڼځایونه له منځه وړل شوی یوه اندازه وسلې، مهمات او نقلیه وسایط چې موټر او موټر سایکلونه دی د افغان ځواکونولاس ته ورغلی دی.

د قول رادو په خبرپانه کې ویل شوی، د عملیاتو پر مهال افغان ځواکونو او ولسی وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.