له ناټو سره په ګډه افغانستان کې د دایمی ثبات لپاره کار کوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایی، امریکا له ناټو سره په ګډه په افغانستان کې د دایمې سولې او ثبات لپاره کار کوی.

ښاغلی پمپیو دغه څرګندونې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له عمومی قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره کتنه کړې دی.

نوموړی زیاته کړې، چط له جنرال مېلر سره یې د افغانستان پر وان وضعیت او دغه راز د سولې د خبرو اترو پر هڅو بحث کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلی، دوی له ناټو ځواکونو سره په ګډه هڅه کوی، چې په افغانستان کې دایمی ثبات ټینګ او سوله راشی.
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایی، له مېلر سره یې د زلمی خلیلزاد پر هڅو هم خبرې کړې دی او دواړو لورو ټینګار کړی دی چې د جګړې په ختمولو، ترهګرۍ په ځپلو او د سولې خبرې مثبتو پایلو ته رسولو په برخه کې به هڅې ډېروی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغان سولې په تړاو پر داسې مهال د ناټو او امریکایی ځواکونو له عمومی قوماندان سره خبرې کوی، چې ناټو تازه ویلی که طالبان د سولې خبرو ته حاضر نه شی نو دوی به د افغان ځواکونو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړی او طالبان به وځپی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.