بهرنیو ځواکونو د طالبانو پر یوه لوی کاروان هوایی برید کړی

شمال کې د پوځ چارواکی وایی، د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو بلخ ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه لوی کاروان هوایی برید کړی او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

 د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلی بهرنیو ځواکونو پرون مازیګر د بلخ ولایت د شولګره ولسوالۍ په کندلی کلی کې د طالبانو پر کاروان برید کړی دی.

سرچینه زیاتوی، د بلخ ولایت د زارې ولسوالۍ لپاره طالب ولسوال قاری قدرت الله له خپلو ملګرو سره د شولګرې د زارې ولسوالۍ پر لور روان و، چې د کندلی په کلی کې RS  الوتکې پرې برید وکړ.

خبرپاڼه وایی، په دغه برید کې قاری قدرت الله له خپلو ۱۱ تنو وسله والو سره یو ځای وژل شوی او د هغوی ۱۲ عرادې موټر سایکلونه له منځه وړل شوی دی.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو زیاتوی، چې په برید کې ولسی وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون فاریاب ولایت کې هم ځانګړو افغان ځواکونو د طالبانو پر یوه لوی مرکز چټک عملیات کړی دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.