طالبان باید له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړی

ازبکستان وایی، که طالبان غواړی، چې د افغانستان روانه شخړه پای ته ورسېږی نو باید له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې وکړی.

دغه څرګندونې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عزیزکاملوف د هند او منځنۍ آسیا د بهرنیو چارو وزیرانو په غونده کې کړې دی.

یاده غونډه د ازبکستان په کوربتوب په سمرقند ښار کې جوړه شوې وه د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین ربانی هم په کې ګډون درلود.

په غونده کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر و ویل، طالبان باید له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې وکړی تر څو په دې هېواد کې جګړه پای ته ورسېږی.

هغه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې ملاتړ وکړ او ویې ویل، چې په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو د اړتیا په اړه سیمه ییزه اجماع د پراختیا په حال کې ده.

په دغه غونډه کې د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج هم د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د هر ډول هڅو ملاتړ کړی دی.

مېرمن سوراج ویلی هند په سیمه کې یو امن لرونکی او باثباته افغانستان غواړی او د همدې لپاره به هند په افغانستان کې د پرمختیا او اقتصادی ودې لپاره ۳ میلیارد ډالر پانګونه وکړی.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین ربانی په خپلو خبرو کې د افغان حکومت د سولې په برخه کې د ازبکستان له هڅو مننه کړې ده.

نوموړی د سمرقند په غونده کې د خپلو ترکمنی او ازبک سیالانو سره کتنه کې له هغوی غوښتی چې په دې برخه کې خپلې هڅې ډېرې کړی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.