امریکا او قطر په ګډه د افغانستان ستونزو ته حل لار لټوی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو چې د منځنی ختیځ په سفر وتلی له خپل قطری سیال شیخ محمد بن عبدالرحمن سره کتلی دی.

پمپیو د قطر پلازمېنه دوحه کې له خپل قطری سیال سره پر یو لړ موضوعاتو خبرې کړې.

نوموړی له خپل قطری سیال شیخ محمد بن عبدالرحمن سره په ګډ خبری کنفرانس کې د افغانستان روانو حالاتو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل امریکا او قطر په ګډه د افغانستان د مسئلې د حل لپاره کار کوی.

ښاغلی پمپیو و ویل امریکا او قطر په ګډه کار کوی، څو د افغانستان او عراق په شمول په سیمه کې د ځینو امنیتی ننګونو ته حل لار ولټوی،زموږ دفاعی اړیکې زیاتې دی، مهمې دی او د پراخېدو په حال کې دی.

باید وویل شی، چې پمپیو تر دې یوه ورځ وړاندې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له عمومی قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره هم پر افغان سوله، امنیت او د زلمی خلیلزاد پر ماموریت خبرې کړې وې.

هغه ویلی و امریکا او ناټو په ګډه افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات لپاره کار کوی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.