د ملی امنیت شورا سلاکار سعودی عربستان ته تللی

د افغانستان د ملی امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمد الله محب د یوه پلاوی په مشرۍ سعودی عربستان ته رسېدلی دی.

 ښاغلی محب سعودی عربستان ته تللی او ټاکل شوې له سعودی چارواکو سره پر افغان سوله خبرې وکړی.

د یادې شورا ویاند طارق ارین وایی، ښاغلی محب به له لوړو پوړو سعودی چراواکو سره د دواړو هېوادونو ترم منځ په ګډو همکاریو هم خبرې وکړی.

باید و ویل شی، چې د ملی امنیت سلاکار تر دې وړاندې هند، چین او متحده عربی اماراتو ته هم تللی و او د دغه هېوادونو له چارواکو سره یې پر افغان سولې او یو لړ نورو موضوعاتو خبرې کړې وې.

طارق ارین وایی د ملی امنیت سلاکار په ابوظبی ښار کې د عربی متحده اماراتو د ملی امنیت له سلاکار سره د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې په پروسې او له ترورېزم سره په ګډې مبازې خبرې وکړې.

ښاغلی محب په ابوظبۍ کې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سره هم لیدلی او پر سوله یې ګټورې خبرې ورسره کړې دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.