د پوهنې وزارت ۷۰ زره ښوونکو ته اړتیا لری

د پوهنې وزیر محمد میرویس بلخی وایی، د هېواد په کچه ۷۰ زره ښوونکو ته اړتیا ده، چې په راتلونکو څو کلونو کې به دغه ستونزه هواره شی.

ښاغلی بلخی دغه څرګندونې جلال آباد کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړې دی.

هغه چې پرون جلال آباد ته په سفر تللی ویلی په افغانستان کې د نارینه او ښځینه ښوونکو کموالی د معارف د ودې او پراختیا لپاره یو لوی خنډ دی.

نوموړی زیاته کړې، چې دوی دا مهال د ټول هېواد په کچه ۲۰ زره نوی ښوونکی ګماری خو اړتیا ۷۰ زره ښوونکو ته ده.

د بلخی په وینا د پوهنې وزارت هڅه کوی، هر کال له ۲۰ تر ۳۰ زره پورې نوی ښوونکی په دندو وګماری او په راتلونکو دریو کلونو کې د ښوونکو د کموالی ستونزه په مکمل ډول هواره کړی.

د پوهنې وزیر زیاته کړه، چې دمګړی په افغانستان کې شاوخوا ۱۷۵۰۰ ښوونځی، ۱۵۰۰۰۰ ښوونکی‌ او شاوخوا ۱۰ میلیونه زده کوونکی‌ شته چې ۳۶سلنه یې نجونې دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.