راشد خان به د کرېکټ د تاریخ تر ټولو ځوان لوبډلمشر شی

افغانستان کرېکټ نړیوال جام ته لار موندنې په موخه د نړیوال جام غوراوی پړاو کې لوبې ترسره کوی چې لومړۍ لوبه به یی د مارچ په څلورمه ترسره شی.

تېره ورځ د افغانستان کرېکټ بورډ خپلې رسمی فیسبوک پاڼې له لارې اعلان وکړ چې د ملی لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزی زمبابوی کې د اپنډکس عملیات ترسره کړی چې له همدې امله لږ تر لږه لس ورځې لوبې نه شی کولی.

د اصغر ستانکزی نه لوبېدو له امله ځوان راشد خان چې له دې وړاندې د ملی لوبډلې مرستیال لوبډلمشر و په یو شمېر لوبو کې د ملی لوبډلې لوبډلمشر شی.

په دې ډول راشد خان به د کرېکټ په تاریخ کې تر ټولو ځوان لوبغاړی وی چې نړیوالو لوبو کې د لوبډلمشرۍ مسولیت پر غاړه ولری.

راشد خان به د مارچ په څلورمه چې د نړیوال جام په غوراوی پړاو کې د افغانستان لومړۍ نړیواله لوبه وی ۱۹ کاله او ۱۶۵ ورځې عمر ولری او د کرېکټ په تاریخ کې به تر ټولو ځوان لوبډلمشر وی.

له دې وړاندې ۲۰۰۴ چمپنیز ټرافی سیالیو کې راجن صالح چې هغه مهال یی عمر ۲۰ کاله او ۲۹۷ ورځې وې د بنگله‌دېش ملی لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو او د نړۍ تر ټولو ځوان لوبډلمشر و.

راشد خان د شپږیزې لیگ په پنځم پړاو کې د بند امیر ښامارانو لوبډلې لوبډلمشر و چې پیاوړې لوبډلمشرۍ سره یی د شپږیزې لیگ پنځم پړاو اتلولی هم وگټله.

نړۍ نیوز

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares