ترکیې ته د ټرمپ خبردارۍ په کردانو به کار نه لرۍ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترکیې ته خبردارۍ ورکړی، چې له سوریې د امریکایی ځواکونو پر وتلو باید هلته د امریکا متحد کردان خوندی وی.

 ټرمپ ټینګار کړی، چې امریکایی ځواکونو له سوریې وتل پیل کړی، خو په سیمه کې باید د امریکا متحد کردان باید خوندی وی.

هغه ګواښ کړی، که ترکیه د دې هڅه وکړی، چې په سوریه کې د داعش ضد جنګېدونکی کردان له منځه یوسی نو امریکا به د ترکیې اقتصاد ورختم کړی.

نوموړی په ورته وخت کې په کردانو هم غږ کړیو چې د ترکیې د حکومت ضد فعالیتونه ودروی او تحریکوونکی اقدامات ترسره نه کړی.

د امریکا ولسمشر د خپلو خبرو په بله برخه کې ویلی، چې د داعش ضد مبارزه کې د امریکا له هڅو ډېره ګټه ایران او سوریې کړې ده.

د هغه په وینا ایران او روسیې ته د دې مبارزې ګټه ځکه زیاته وه، چې داعش د دغه هېوادونو دښمن و، خو پر ضد یې امریکا جګړه کوله.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.