د جرم اثباتیه مدارک

لیکنه: محمد صمیم زلمی

مخکې له دې چې اصلی بحث ته راشو، لازمه ده چې لومړی جرم او بیا مدارک وپېژنو:

۱- جرایم: هغه محظورات دی، چې الله تعالی له هغو په حد یا تعزیر سره خلک ژغورلی دی.
محظورات به یا د هغه افعالو کول دی، چې شرعاً منع او ناروا شوی او یا د هغو افعالو نه کول دی چې په کولو باندې یې امر شوی دی.

نو جرم د اسلامی شریعت له نظره د هغه کار د کولو یا نه کولو څخه عبارت دی چې په شرعی نص حرام شوی وی او په هغه باندې یې سزا ټاکلې وی.

د وضعی قوانینو له نظره جرم هغه عمل دی چې قانون حرام کړی وی یا د هغه عمل نه امتناع جرم دی چې قانون یې په کولو حکم کړی وی.

همدارنګه د افغانستان د جزا کوډ د (۲۷) مادې له مخې جرم د هغه عمل ارتکاب یا له هغه عمل څخه ډډه کول دی چې د دې قانون له حکمونو سره سم، جرم پېژندل شوی وی، عناصر یې مشخص او د هغه لپاره مجازات یا تامینی تدبیرونه ټاکل شوی وی.

۲- مدارک: د افغانستان د (۱۱۳۲) ګڼې رسمی جریده کې د خپور شوی جزایی اجرااتو قانون د څلورمې مادې له مخې مدارک هغه آثار، نښې نښانې، شواهد او شیان دی، چې د جرم د ارتکاب د ځای یا بل ځای یا د مظنون یا تورن له بدن او یا جامو څخه لاسته راځی او د اهل خبر لخوا د تخصصی کتنو په پایله کې له جرم یا مرتکب سره مرتبط تشخیص شوی وی.

د جرم اثباتیه مدارک د جرم په اثبات کې مهم رول لوبوی، څارنوال د جرم په څېړلو کې اصلی هدف ته رسوی او قاضی د پرېکړو په صادرلو کې د حق لوری ته بیایی.

د جزایی اجرااتو قانون په نولسمه ماده کې د جرم د اثبات دلایل د تورن اقرار، د شاهدانو شهادت، سندونو، په صف کې په بالمواجهه توګه د مظنون پېژندل او له قراینو څخه عبارت دی.

د پورته دلایلو او مدارکو له جملې څخه لومړی د مظنون/ متهم اقرار یا اعتراف د جرم د اثبات لپاره د دلیل په توګه یادولی شو. اعتراف معمولاً د پولیسو یا تحقیق څارنوال په وړاندې او یا په عامه توګه د محکمې له محضره پرته هر څوک یې هر ځای کې کولای شی. لکه یو شخص د پولیسو یا څارنوال او یا هم د عامو خلکو په وړاندې خپله تېروتنه ومنی او ووایی چې دا کار په رښتیا هم ما کړی دی. خو اقرار د دې برعکس یوازې د واکمنې محکمې په وړاندې وی پرته له کوم زور، جبر او اکراه څخه چې مظنون یا متهم یې په بشپړ رضایت او د عقل د صحت په حالت کې د جرم د ارتکاب اعتراف دی. مثلاً یو تورن شخص د قضایی هیئت په وړاندې محکمه کې خپل جرمی عمل ومنی او ووایی چې هو ما دا کار کړی، په داسې حال کې چې د اهلیت فقدان و نه لری او هم د سُکران، معتوه، سفیه یا جنون په مدار کې نه وی.

د اثباتیه دلایلو له جملې څخه بل دلیل شهود دی چې شهادت اخیستل د ځینو خاصو شرایطو او مکلفیتونو لاندې د جرم د دلیل په توګه منل کېدلی شی، لکه شاهد باید د متهم یا متضرر سره نسبی او سببی اړیکه ونه لری یا همدارنګه قاضی، څارنوال، مدافع وکیل، معالج ډاکټر، اهل خبره، حقوقی مشاور او یا هغه خبریال چې د هغو معلوماتو د محرمیت په ساتلو مکلف وی شهادت یې د اعتبار وړ نه دی. همدارنګه سندونه هم د قانون له مخې د اثبات له دلایلو څخه شمېرل کېږی چې سندونه په دوه ډوله دی، یو شرعی یا قانونی سندونه او بل عرفی سندونه دی چې لومړیتوب شرعی او قانونی سندونو ته ورکول کېږی. د دې تر څنګ په بالمواجهه توګه په صف کې د مظنون پېژندل هم د اثباتیه مدارکو له جملې څخه دی، په دې معنا چې د جرم په تور څو مظنون اشخاص په یو صف یا قطار کې درول کېږی او له هغوی څخه اصلی مظنون یا د جرم مرتکب پېژندل کېږی.

د جرم د اثباتیه دلایلو په لړ کې قرائن هم د اثبات دلایل کېدلی شی. د جزایی اجرااتو قانون د نولمسې مادې له مخې قرائن یوازې په هغه صورت کې د الزامیت بنسټ جوړوی چې د اړوندو حقایقو یوه دقیقه او سازګاره کړۍ جوړه او په کُل کې جرمی عناصر ثابت کړی، نو لاندې مدارک په تخصصی کتنو کې د اهمیت د درجې له په پام کې نیولو سره، د مادی ادلې په توګه ګڼل کېږی:
– غږیز او انځوریز نوارونه، انځوریزه څارنه یا نور ټول مدرکونه او اطلاعات چې د مخفی کشفی ګامونو له لانرې لاسته راغلی وی.
– د لاسونو د ګوتو، د لاسونو او پښو د ورغوی د کرښو اثار.
– د مرمیو او کارتوس د پاسه بالستیکی اثار.
– د فلزی وسایلو او نورو سختو موادو اثار او علامې.
– د ښیښې ټوټې.
– د وینو اثار.
– د بوټانو اثار.
– د لیکنو اثار.
– د لیکنو اثار.
– د غاښ اثار
– د ویښته اثار.
– الکتریکی او بیولوژیکی اثار.
– د ناریه او جارحه وسایلو او منفلقه وسایلو او منفجره موادو اثار.
– د نقلیه وسایطو اثار.
– د مایعاتو، منسوجاتو، لکو، تیزابو او املاحو (مالګو) اثار.
– نور هغه مواد او اثار چې د اهل خبره په نظر علماً ثابت شی او د جرم په تثبیت او د هغه مرتکب په تشخیص کې اغېزمن وی.

نو له دې امله ویلی شو چې پورته ذکر شوی مدارک یا دلایل د جرم په اثبات کې مهم رول لوبوی او د دې مدارکو په واسطه عدلی او قضایی مسوولیت د جرم اصلی مرتکبین مشخصوی، جرم بې مجازاتو څخه نه پاتې کېږی، عدالت په ښه توګه تامینېږی، حق حقدار ته رسېږی، هېڅ بې ګناه مجازات کېدای نه شی او هېڅ مجرم بې مجازاتو څخه نه پاتې کېږی. د مثال په توګه احمد د قتل جرم تر سره کوی، خو د جرم د ارتکاب څخه وروسته نوموړی د پولیسو لخوا نیول کېږی، پولیس د جرم د کشف څخه وروسته مظنون شخص نیسی او دوسیه یې څارنوالۍ ته احاله کوی. د څارنوال د تحقیق په نتیجه کې مظنون (احمد) په خپل جرم اعتراف کوی او د نوموړی دوسیه د تحقیق تر بشپړېدو وروسته محکمې ته احاله کېږی. د محاکمې په بهیر کې نوموړی (احمد) د محکمې په وړاندې په خپل جرم اقرار کوی او جرم په اثبات رسېږی. یا هم احمد د قتل جرم د ارتکاب پر مهال د عینی شاهدانو لخوا لیدل کېږی او د نوموړی په وړاندې محکمه کې شهادت ادا کوی او په دې اساس احمد د قتل جرم مرتکب پېژندل کېږی. یا کله د پېښې په ځای کې ځینې کره او دقیق سندونه تر لاسه کېږی چې د مرتکب جرم په اثبات رسوی. یا ځینې وخت د قطعی قرائینو په واسطه قاضی کولای شی چې حق له باطل څخه په اسانۍ سره جلا او عدالت په ډېره ښه توګه تامین کړی.

د اثباتیه مدارکو او دلایلو په واسطه له یوې خوا په اسانۍ سره یو جرم په اثبات رسېږی، مجرم پېژندل کېږی، حق له باطل څخه جلا کېږی او عدالت په ښه توګه تامینېږی. له بل پلوه اثباتیه دلایل د جرم په کشف کې له پولیسو سره د مظنون په پېژندلو او نیولو کې مرسته کوی، همدارنګه د تحقیق په پړاو کې د تحقیق څارنوال په اسانۍ سره کولای شی چې په ټاکلې قانونی موده کې نتیجې ته ورسېږی او قضیه د بعدی اجرااتو لپاره د تعقیب څارنوال ته وسپاری، د تعقیب څارنوال هم کولای شی د اثباتیه قوی دلایلو په شتون کې د دوسیې له تدقیق څخه وروسته صورت دعوی ترتیب او د محکمې په وړاندې دعوی اقامه کړی. نو د کره او دقیق اثباتیه مدارکو په وړاندې کولو سره قاضی کولای شی په اسانۍ حق له باطل څخه جلا او قاضی له خطا څخه وژغوری.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.