کندهار کې د یوې خونړۍ پېښې مخه نیول شوې

کندهار ولایت کې د ګڼې ګوڼې په یوه سیمه کې ماینونه اېښودل شوی و چې پولیسو یې په کشف او شنډولو سره د یوې خونړۍ پېښې مخه ونیوله.

د کندهار چارواکی وایی، دغه ماینونه د ژېړۍ ولسوالۍ د حوزې مدد په ګنج کې اېېښودل شوی وو.

دغه سیمه کې هره جمعه او شنبې زرګونه کسان راټولېږی او خپل حیوانات او خوراکی توکی پېری او پلوری.

د کندهار چارواکی وایی، وسله والو په یاده سیمه کې دوه لوی او دوه کوچینی ماینونه اېښی و او غوښتل یې یوه خونړۍ پېښه رامنځ ته کړی.

خو په وینا یې پولیسو له چاودنې وړاندې دغه ماینونه کشف او له منځه وړی دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.