بغلان کې د دریو قوماندان په ګدون ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوی

بغلان کې د دریو قوماندان په ګدون ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوی.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، افغان ځواکونو تېره شپه په مرکزی بغلان او دهنه غوری ولسوالیو کې پر طالبانو هوایی بریدونه کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوی، د بغلان مرکزی په عربانو او کوکچنار کلیو کې د طالبانو پر پټنځایونو په بریدونو کې د ملا ګچر په ګډون ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوی، وسلې او پټنځایونه یې له منځه وړل شوی دی.

دغه راز خبرپاڼه زیاتوی، چې د دهنه غوری ولسوالۍ د خواجه په کلی کې پر طالبانو په برید کې د قوماندان زبیر او قوماندان بشیر مشهور په شاهین په ګډون ۸ وسله وال وژل شوی او د هغوی د وسلو یوه زېرمه او یو عراده موټر له منځه وړل شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.