پولیسو ۱۱ جنایی مجرمان نیولی

کورنیو چارو وزارت وایی، پولیسو کابل ښار کې ۱۱ تنه پر بېلا بېلو جنایی جرمونو تورن مجرمین نیولی دی.

 دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې دغه کسان په تېرو دوه ورځو کې نیول شوی دی.

سرچینه زیاتوی، نیول شویو کسانو په غلا، وسله والو نښتو، او چپاولګرۍ کې لاس درلود، چې د کابل ښار په پنځمه، اوومه او اتمه حوزو کې نیول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلی، چې په دغه کسانو کې دوه حرفوی غله هم شامل دی.

خبرپاڼه وایی، دغه کسان په ۱۳ مه حوزه کې له یوې عرادې غلا شوی موټر او دوه میله وسلو سره نیول شوی دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.