د ټرمپ څرګندونو ته د ترکیې غبرګون

د ترکیې ولسمشرۍ ماڼې د امریکا د ولسمشر ټرمپ هغه څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې ویلی یې دی، که ترکیه سوریه کې پر کردانو برید وکړی امریکا به د ترکیې اقتصاد له منځه یوسی.

ټرمپ ویلی له سوریې  امریکایی ځواکونه په وتلو دی، خو ترکیه باید هلته د مېشتو کردانو خیال وساتی او بریدونه پرې ونه کړی.

د هغه په وینا سوریه کې مېشت کردان د امریکا ستراتېژیک ملګری دی او که چېرې ترکیه پرې بریدونه وکړی نو امریکا به د ترکیې اقتصاد له منځه یوسی.

دغه راز ټرمپ سوریه کې پر مېشتو کردانو هم غږ کړی، چې د ترکیې خلاف فعالیتونه ونه کړی.

د ټرمپ دغه څرګندونو ته د ترکیې جمهوری ریاست غبرګون ښودلی او ویلی یې دی له امریکا تمه لری، چې ستراتېژیک ګډون ته احترام وکړی.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ویلی د سوری کردانو او وسله والو کردانو یو بلل یوه فاحشه تېروتنه ده.
 

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.