ننګرهار کې علماء کرامو یو ځل بیا د جګړې له ښکېلو خواو د سولې کولو غوښتنه وکړه

ننګرهار ولایت رسنیو دفتر کې یو شمېر علماء کرامو او قومی مخورو د یو رسنیز کنفرانس پرمهال د جګړې له ښکېلو خواو د جګړې دریدو او دایمی سولې کولو غوښتنه وکړه.

مولوی حبیب الله جلال ابادی وویل، چې په هېواد کې د روان ناورین پرمهال حکومتی مسئولین، ولسی وګړی او وسله وال طالبان، چې ټول افغانان دی وژل کیږی او زیان یې یواځې افغانانو ته دی.

نوموړی وویل، چې له کالونو راهیسې د جګړې ترڅنګ د سولې خبرې روانې دی؛ خو تر دې دمه د سولې څرک ونه لګیده او هره ورځ د جګړو او بریدونو پرمهال بې ګناه افغانان وژل کیږی، چې په ټول هېواد کې یې ناورین رامنځته کړی.

ده د قرانکریم او نبوی احادیثو په رڼا کې روانه جګړه حرامه وبلله او د الهی او نبوی لارښوونو له مخې یې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ سوله کول سپیڅلی او روا کړنه یاده کړه او له دواړو لورو یې غوښتنه وکړه، چې ژر تر ژره سره کینی او سوله وکړی.

مولوی محمد مطهر وویل، چې د خپلمنځی جګړو له امله مو هېواد وران او اقتصاد زیانمن شوی، ځوانې ښځې او ماشومان مو بد وضعیت سره مخ دی او د جګړې دوام به مو نور هم بدمرغه کړی.

نوموړی وویل: (( ابراهیم علیه السلام د مکې امن لپاره دعا کړې وه، نن مونږ علماء، چې د انبیاء کرامو وارثین یو د خپل هېواد او مسلمان ملت لپاره د امن او ثبات غږ پورته کوو.))

ده همدا راز له حکومت څخه غوښتنه وکړه، ترڅو وسله والو طالبانو سره د سولې کولو په موخه رښتینی او بې طرفه علماء کینوی او د الهی ارشاداتو له مخې ورته قناعت ورکړی.

قومی مخور حاجی وارث خان وویل، چې د روانو جګړو له امله د دې هېواد ولسونه ته په هره برخه کې زیان ورسیده، نوموړی پر حکومت او وسله والو طالبانو غږ وکړ، که دا خاوره خپل کور او ولس خپل خلک بولی هیله ده، چې ژر تر ژره سوله وکړی.

د دغه کنفرانس پرمهال علماء کرامو او قومی مخورو یو ځل بیا پر حکومت او وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د سولې په برخه کې په پردیو باور ونه کړی او د خپلمنځی ناستې په ترڅ کې ژر تر ژره سوله وکړی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.