ولسمشر غنی له طالبانو سره د سولې تگلاره اعلان کړه

فغانستان نن بیا د کابل پروسې د ویم کنفرانس کوربه دی، په دغه غونډه کې د سولې د ټینګښت او د تروریزم پر مسلو د بحث لپاره د ۲۵ هیوادونو او نړیوالو سازمانو استازو ګډون کړی

ولسمشر محمد اشرف غنی په دې کنفرانس کې په وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د سولې له پروسې سره دې یو ځای شی او نور دې د بې ګناه وګړو له وژلو لاس واخلی

د کابل پروسې دویمه غونډه چې په ارګ کې جوړه شوې وه، د بهرینو چارو وزیر صلاح الدین ربانی په خپله وینا کې د سولې د بهیر د بریالیتوب لپاره د ګانډیو هیوادونو ملاتړ مهم وباله

په کنفرانس کې د اندونیزیا استازی په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د نړیوالو هیوادونو رول مهم بولی او هم یې له نورو هیوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړی

نوموړی په افغانستان کې د سولې په برخه کې د دینی عالمانو رول هم مهم بولی

کارپوهان د کابل پروسې دویم کنفرانس د افغان حکومت لپاره ښه فرصت بولی او هیله مندې چې دا کنفرانس د سولې په برخه کې ګټور واقع شی

د کابل پروسې دویمې غوندې ته په کابل ښار کې کلک امنیتی تدابیر نیول شوی و او په همدې موخه د چهارشنبې په ورځ په کابل کې رحصتی علان کړې ده

جان اغا صالح

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares