افغان ځواکونو : یو جرمنی چی طالبانو ته یې بمونه جوړول ژوندی نیولی

د هملند د والی ویاند عمر ځواک رسنیو ته ویلی له نیول شوی کس سره د جرمنی د تابعیت اسناد موندل شوی دی.

ځواک وایی ، دغه جرمنی له دوو طالبانو سره د دوشنبې په شپه د هلمند ولایت د ګریشک ولسوالۍ په یوه حویلۍ کې نیول شوی دی.

د نوموړی په وینا  له نیول شوی جرمنی څخه پوښتنې ګروېږنې روانې دی خو لومړنی تحقیقات ښیی چې دا کس طالبانو په زور نه دی راوستی او د دې ډلې لپاره یې د سړک د غاړې د بمونو په جوړولو کې مرسته کوله.

د جرمنی د بهرنیو چارو وزارت یا په افغانستان کې د جرمنی سفارت تراوسه پورې په دې اړه څه نه دی ویلی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares