په کندهار کې ۳۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په کندهار کې ۳۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
پنجشنبه، ۱۰کب، ۱۳۹۶
د کندهار د پولیسو ویاند ضیا درانی وایی، د هغو عملیاتو په ترڅ کې چې د پرون راهیسې د کندهار- ارزګان د لوریې لارې په اوږدو کې، د طالبانو له خوا د برمته شوو مسافرو د پلټنې په موخه پیل شوی ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوی او ۲۵ نور ټپیان دی.
دی وایی، نښته هغه مهال رامنځ ته شوه چې افغان امنیتی ځواکونه د برمته شوو مسافرو د لټون په موخه د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د سرخ بید او چنار په سیمو کې د وسله والو طالبانو له غبرګون سره مخامخ شول.
نوموړی وایی، چې په دې نښته کې دوه ملی پولیس هم ټپیان شوی دی.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دی ویلی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares