چین :دولسمشر غنی دسولې پلان ستایلی دی

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې د کابل د پروسې په دویمه غونډه کې د افغان ولسمشر د سولې د پلان هرکلی کړی او پر ښکلېو خواو یې غږ کړی چې شخړې دې د خبرو له لارې اواری کړی.

که څه هم امریکا، بریتانیې او پاکستان او یوناما سازمان د سولې په اړه د افغان حکومت پلان په لومړی سر کې وستایه چې ورپسې اوس چین هم د افغان حکومت دغه پلان ستایلی او ملاتړ یې ترې اعلان کړی دی.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې “هووا چونینګ” داوړمه ورځ په خپلې خبری غونډه کې طالبانو ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غنی په غېر مشروط ډول د خبرو د وړاندیز په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلی:

تر چین مخکې پاکستان هم د سولې په اړه د ولسمشر غنی طرحه ستایلې وه او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف تېره ورځ په اسلام اباد کې یوې غونډې ته ویلی و:

د یادونې وړ ده چې د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د ولسمشر غنی د څرګندونو په ځواب کې پر ټویټر پاڼې په یوه پېغام کې لیکلی چې د کابل پروسې کنفرانس له طالبانو د تسلیمېدو غوښتنه کړې ده.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares