ناټو:د روسیې ولسمشر پوتین خبرداری دمنلو وړ نه دی

ناټو وایی د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین خبرداری د منلو وړ نه دی.

د روسیې ولسمشر ویلی و، چې ددغه هېواد پر هر متحد برید پر روسیې د برید په مانا دی او بې ځوابه نه پرېښودل کېږی.

د ناټو له لوری په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې ناټو نوې سړه جګړه یا د وسلو سیالی نه غواړی. پوتین اوړمه ورځ په خپله وینا کې وویل، چې وسلې یې ډېرې پرمختللې شوې دی او ګڼ داسې توغندی یې ازمویلی دی، چې اټومی کوپړۍ لېږدولی شی او هېڅ څوک یې د کشفولو وړتیا نه لری.

نوموړی همدا راز وویل، چې د روسیې پر ملګرو او متحدینو برید به له توند غبرګون سره مخ شی او روسیه د خپلو ملګرو هېوادونو دفاع ته تیاره ده.

امریکا هم د پوتین د خبرو په ځواب کې وویل، چې امریکا پیاوړې وسلې لری او ددغو وسلو قوت تر بل هر چا لوړ دی

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares