کنګنا راناوټ غواړی، چې دشارخ خان اوسلمان خان سره فلمونه جوړ کړی

د بالیووډ مغروره او سپین ګویه جینۍ کنګنا راناوټ غواړی، چې د بالیووډ د باچا شارخ خان او سوپرسټار سلمان خان سره فلمونه جوړ کړی.

دې چې یو وخت به یې ویل، د خپلې کامیابۍ لپاره خانانو ته اړتیا نه لری؛ اوس د پرله پسې ناکامیو وروسته غواړی د سلمان خان او شارخ خان سره ګډ کار وکړی.

کنګنا راناوټ چې په بالیووډ کې یې په هیچا کې هم زړه روغ نه دی پریښی، اوس یواځې د دنګل فلم ستوری عامر خان ورته پاتې دی.

نوموړې له عامرخان نه غوښتی، چې له دوو نورو خانانو – شارخ خان او سلمان خان – سره یې روغه وکړی او په هغوې ومنی، چې له دې سره ګډ فلم جوړ کړی.

کنګنا راناوټ په زیاتو مرکو کې ویلی، چې د خانانو سره د فلم جوړول، ددې په کارونو او لاس ته راوړنو هیڅ مثبت اغیز نه لری. نوموړې یو وخت ان د سلمان خان سره د ګډ فلم د جوړولو غوښتنه نه وه منلې.

د خانانو په اړه کنګنا یوې ورځپاڼې ته ویلی وه:

((د خانانو سره د کار هیڅ تضمین نشته. دوې به ماته څه راکړی؟ ایا دوې به ما یوه وربشه هم مخکې یوسې؟ نه یې شی کولای! څه مې چې نه دې ترلاسه کړی، ایا دوې به یې راکړی؟ زه هیڅ داسې څه نه ګورم، چې دوې دې یې ماته راکړی.))

بل پلو سوداګریزې سرچینې وایی، چې کنګنا د خپلو راتلونکو فلمونو د بریالیتوب لپاره د بالیووډ پوره ملاتړ ته اړتیا لری.

د نوموړې راروان فلم منی کرنیکا Manikarnika دی. منی کرنیکا تاریخی فلم دی، چې د ۲۰۱۸ کال د اپریل په ۲۷ مه به خپور شی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares