پاکستان د انوشکا شرما پر نوی فلم بندیز ولګاوه

له څه مودې راهیسې په هند او نوره نړۍ کې د انوشکا شرما نوی فلم “پری” ته د انتظار شېبې شمېرل کېدې، خو په لیدو یې د پاکستانیانو سترګې خوږې نه شوې.
د پاکستان د سانسور بورډ تازه پر دغه فلم بندیزونه لګولی دی او پاکستانیان یې پر سېنما نه‌شی کتلای.

د پاکستان سانسور بورډ ویلی دی چې په دغه فلم کې ځینې صحنې د تور جادو وې او ځینې بیا داسې اوراد پکې ویل شوی دی چې د دوی له رواج او دود سره په ټکر کې دی.
د پاکستان نیو پلیکس سېنما خپلو مشتریانو ته خبر ورکړی دی چې دغه فلم اوس په پاکستان کې نه خپرېږی او دوی اماده دی چې هغو کسانو ته یې بېرته خپلې پیسې ورکړی چې وار له مخه یې له دوی څخه ټکټونه اخیستی دی.

د انوشکا دغه فلم خورا وېروونکی دی او زیاتې صحنې یې داسې دی چې د کمزوریو زړونه خاوندان په چیغو راولی.
که یې مینه‌وال یاست، ژر یې وګورئ.

سرخط ورځپاڼه

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares