د کابینې له لوری اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون طرحه تایید سوه

د کابینې له لوری اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون طرحه تایید شوه

د ولسمشر محمد اشرف غنی په مشرۍ پرون د کابینې جوړې شوې فوق العاده غونډې پر ځینو نورو طرحو سربېره اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون طرحه هم تایید کړه.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلی، د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون طرحه غونډې ته وړاندې او زیاته یې کړه، چې دا طرحه د پنځو څپرکو او ۴۱ مادو په لرلو سره د قوانینو کمېټې له لوری تایید شوې ده.

نوموړی وویل، له ادارو څخه اطلاعاتو ته د حقیقی او حکمی اشخاصو د لاسرسی حق تامین، د روڼتیا ترلاسه کولو ډاډ، د اطلاع رسونې فرهنګ پیاوړتیا، په حکومتولۍ کې د خلکو ګډون او د ادارو او اداری فساد په ضد د مبارزې د اجراآتو حساب ورکول، د بشری حقونو د نړیوالې اعلامیې د ۱۹مې مادې مراعتول او د تقاضا د ډول تنظیم او د اطلاعاتو وړاندې کول د یادې طرحې موضوعات دی.

کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون طرحه تایید کړه او د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش یې موظف کړ، چې د عدلیې وزارت په همکارۍ دې د دغه قانون طرحه په مرکز کې د درېیو کلونو لپاره د یوه کمېسیون په جوړولو او وروسته دې د ایجاب په مهال په ولایتونو کې د مالیې وزارت هوکړه د کمېسیون د بودیجې، د معلوماتو طبقه بندۍ او په غونډه کې د نورو وړاندې شوو مادو په اړه تصحیح او نهایی کړی.

اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون طرحه په داسې حال کې تاییدیږی چې تر دې وړاندې خبریالانو شکایت کاوه چې په ادارو کې اطلاعاتو ته د لاسرسی په برخه کې ګڼې ستونزې لری.

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares